ایمل ولي ، د پاکستان او هند ولسونو ته د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوربند مبارکي ورکړې ده.

0
225

ویب ډیسک

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان، د پاکستان او هند ولسونو ته د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوربند مبارکي ورکړې ده.

هغه ویلي چې سوله د ټولو ستونزو حل لاره ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې پاکستان او هند واړه په بشپړ او سمدستي اوربند سلا شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هند پر وخت له مازیګر ۵ بجو وروسته اوربند پیل شوی او د دواړو لورو ځواکونه به هېڅ ډول هوایي او ځمکنۍ حمله نه کوي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې اوربند د څومره وخت لپاره منل شوی دی.

# #ANP #India #Pakistan