دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونو پاکستان په غوښتنه امنیتي وضعیت په تړاو مشورتي غونډه...

ملګري ملتونو پاکستان په غوښتنه امنیتي وضعیت په تړاو مشورتي غونډه کړې ده.

ويب ډيسک

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د یاد هېواد په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په تړاو مشورتي غونډه کړې ده.

 

د خبرپاڼې له مخې پاکستان په دې ناسته کې ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ ترینګلتیاوې د هند له پاروونکو کړنو رامنځته شوې دي.

 

پاکستان تور پورې کړی، چې هند غواړي پر پاکستان د پهلګام پېښې پړې اچولو سره خپله دولتي ترهګري او د دغه هېواد دننه او نورو ځایونو کې هدفي وژنې پټې کړي.

 

د هند او پاکستان کړکېچ په کشمیر کې د پهلګام له پېښې وروسته تازه شوی، چې وسله والو پکې ۲۶ هندي سلانیان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.

 

د امنیت شورا غړو په سیمه کې وضعیت د لا خرابېدو پر خطر ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې د زغم او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

 

پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنیت شورا د غړو د خبرو اترو او تاوتریخوالي کمولو غوښتنې هرکلی داسې مهال کړی، چې تېرو درې ورځو کې یې د عملیاتي چمتوالي په موخه دوه توغندي ازمایلي دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم اندېښنه څرګنده کړې، که هند او پاکستان تاوتریخوالی زیات کړي، له کنټرول وتلې جګړې لامل کېدای شي.

# #India #Pakistan #UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه