سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند حکومت له پاکستانه پر هر ډول وارداتو بندیز لګولی دی.

هند حکومت له پاکستانه پر هر ډول وارداتو بندیز لګولی دی.

ویب ډیسک

د هند حکومت ویلي، چې د ملي امنیت او عامه تګلارو پر بنسټ یې له پاکستانه پر هر ډول وارداتو بندیز لګولی دی.

 

دا بندیز وروسته له هغې لګول کېږي، چې د پهلګام پېښې وروسته د واګه سوداګریز بندر هم تړل شوی او دواړو هېوادونو د هوايي شرکتونو لپاره خپل فضايي حریمونه تړلي دي.

 

که څه هم له دې وړاندې د هند او پاکستان ترمنځ سوداګري د لوړې کچې نه وه، خو تازه بندیز به د پاکستان له لارې پر ټولو او د دغه هېواد پر محصولاتو بشپړ اغېز وکړي.

 

پاکستان د هند د وروستي اقدام غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي تاوتریخوالي له امله د افغانستان سوداګري هم زیانمنه شوې ده.

 

د یادونې وړ ده چې هند سره د شخړو په اوج کې تېره اوونۍ پاکستان د افغانستان ۱۵۰ بار لاریو ته اجازه ورکړه چې د واګه بندر له لارې هند ته واوړي.

# #India #Pakistan #Transit

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه