پښتو جرنل
په صوابۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا جرګه وشوه د یادې جرګې شل نقاطي اعلاميه خپره شوې .
۱. دا جرګه د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۱ تر ۱۴ نېټې پورې په بنو کې جوړې شوې ملي جرګې تسلسل ګڼي.
۲. جرګه د بنو ملي جرګې ټولو پرېکړو ته تائید ورکوي او ژمنه کوي چې د هغو د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.
۳. دا جرګه د ۱۹۹۱ کال د اوبو ویش تړون ردوي او د نوي تړون غوښتنه کوي، چې د نړیوالو اصولو پر بنسټ وي.
۴. جرګه غوښتنه کوي چې د نړیوالو اصولو پر بنسټ، سمدلاسه صوابۍ ته د تمباکو وچولو لپاره ګیس ورکړل شي.
۵. دا جرګه د نوي ايګريکلچر ټېکسونو مخالفت کوي او وايي چې وفاقي حکومت ته دا حق نه لري چې کسانو ته غیر منصفانه ټېکسونه ولګوي.
۶. جرګه د کورنیو دښمنیو او وژنو له امله اندېښنه لري او وړاندیز کوي چې د حل لپاره باید مقامي روغي جوړي جرګې جوړې شي.
۷. دا جرګه د امن خرابېدو له امله اندېښمنه ده او له حکومت غواړي چې زر تر زره امن راوستل شي، که نه نو مسؤلیت به پر دوی وي.
۸. تمباکو ته دې د نورو کرنیزو فصلونو برابر حیثیت ورکړل شي، ټېکسونه دې ختم شي، او د اوپن مارکېټ پر بنسټ دې د قیمتونو ټاکنه وشي.
۹. هغو ایکسپورټرانو ته هم د ټېکس معافي ورکړل شي چې د تمباکو د پروسس فابریکې نه لري.
۱۰. تمباکو باندې راټولېدونکې پیسې (سیس) دې شفاف ډول د سیمې مقامي حکومتونو ته وسپارل شي.
۱۱. تربیله ډیم له امله بېځایه شویو خلکو ته دې زر تر زره تاوان ورکړل شي.
۱۲. صوابۍ ته دې د تربیله ډیم د هایډرو بجلۍ په نرخ برابره بجلۍ ورکړل شي او له لوډشېډنګ څخه دې خلاص شي.
۱۳. ګدون صنعتي سیمه دې له نوي سره فعاله شي او صنعتکارانو ته دې سبسډۍ ورکړل شي.
۱۴. تعلیمي ادارو کې دې سټوډنټس یونین بیرته را بحال شي او پر سیاسي فعالیتونو بندیزونه دې لرې کړل شي.
۱۵. دا جرګه د ۲۶م اییني بدلون، پیکا ایکټ، او ماینز و منرل ایکټ ردوي او دا یې غیر آئيني او د بیان آزادۍ ضد ګڼي.
۱۶. ښځې دې تعلیم، اقتصاد، سیاست او کلتور کې فعاله برخه ولري او په ټولنه کې پر غلطو رسمونو بندیز ولګول شي.
۱۷. هغه افغانان چې په پاکستان کې زیږېدلي، لوی شوي، او تعلیم یې دلته اخیستی، باید پاکستانی شهریت ورکړل شي.
۱۸. د غازي بروتھا نهر له لارې د اباسین سیند لار بدلول دې ودرول شي، او دا دې خپل طبیعي لوري ته راوګرځول شي.
۱۹. دا جرګه SIFC او APEX کمیټې غیر آئيني ګڼي او د ختمېدو غوښتنه یې کوي.
۲۰. صوابۍ کې دې ټول ساین بورډونه په پښتو ژبه ولیکل شي، ځکه دا د سیمې مورنۍ ژبه ده


