ویب ډیسک
د امریکا د فدرال څېړنو اداره FBI وايي په ځانګړې SIV ویزه متحده ایالاتو ته یو تللی افغان یې په دې تور نیولی چې د ویزې د غوښتنې پر وخت یې جعلي اسناد لېږلي وو.
یاد کس چې دلبر ګل نومېږي تېر کال له کورنۍ سره یو ځای متحده ایالاتو ته تللی وو.
د امریکا ځانګړې یا SIV ویزې هغو افغانانو او عراقیانو ته ورکول کېږي چې له امریکایي پوځ یا نورو ادارو سره یې کار کړی وي.
په دې اړه خپاره شوې راپور کې راغلي چې دلبر ګل وړاندې هم یو ځل د SIV ویزې غوښتنه کړې وه، خو هغه ځل یې اسناد بشپړ نه وو، بالآخره یې په دویم ځل ویزې ترلاسه کړې دي.
نوموړی د تېرې پنجنشبې په ورځ د FBI له لوري په خپل کارځای کې نیول شوی او بیا فدرال محکمې ته هم وړاندې شوی چې لا هم په توقیف کې دی.
شمېرې ښيي چې له ۲۰۰۸ز کال راهیسې نږدې ۱۲۰ زره افغان کورنیو ته د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکول شوې دي.
یوازې په ۲۰۲۳ز کال کې د دې ویزو د ورکړې شمېر ۲۶۵۰۰ ته رسېدلی و چې تر هغه د مخکې کال په پرتله دوه چنده و.
د امریکا حکومت تر دې وړاندې هم ځينې غیرقانوني افغان کډوال له هغه هیواده ویستلي او د زرګونو نورو لنډمهالی خوندیتوب یې لغوه کړی دی.
# #Afghanistan #SIV #DilbarGul


