دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

ویب ډیسک

اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د احصایې ادارې په حواله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د دغه هیواد اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی، او دا کسر یوازې د روان کال د اپرېل په میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې د مارچ میاشتې په پرتله، د اپرېل په میاشت کې د پاکستان بهرنۍ سوداګري ۳.۳۹ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د سوداګرۍ په دې کمښت کې د مارچ میاشتې په پرتله ۵۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په تېر اپرېل میاشت کې د پاکستان اقتصادي کسر د ۲۰۲۲ کال د اګسټ میاشتې وروسته د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ تر ټولو لوړ کسر ګڼل کېږي.

په پاکستان کې یو شمېر د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د بهرنۍ سوداګرۍ خرابوالی د صادراتو د کمېدو او وارداتو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه