دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاوچا مرستیال سرمنشي ټام فلیچر دا مهال افغانستان ته په رسمي سفر...

اوچا مرستیال سرمنشي ټام فلیچر دا مهال افغانستان ته په رسمي سفر دی.

پښتو جرنل

د ملګرو ملتونو د بشري چارو او بیړنیو مرستو همغږي کوونکی (OCHA) مرستیال سرمنشي ټام فلیچر دا مهال افغانستان ته په رسمي سفر دی.

نوموړي پرون په کندهار کې د واکمنې ادارې له والي سره ناسته درلوده، چې هغه یې “د دوو ساعتونو صادقانه او رغنده خبرو اترو” په توګه یادهکړه.

وروسته له هغې، مرستیال سرمنشي ښاغلي فلیچر له راستنېدونکو کسانو سره ولیدل — د کورنۍ غړي چې له یو بل څخه بېل شوي وو او ماشومان چې یواځې راستانه شوي وو.

نوموړي د مرکزي روغتون څخه لیدنه وکړه، چې دا مهال د مرستو د کمښت له امله سخت زیانمن شوی، او د بشردوستانه کارکونکو، په ځانګړې توګه د ښځو د هڅو ستاینه یې وکړه، چې له ستونزو سره سره لا هم مرستې رسوي.

نن به نوموړی د هېواد شمال ختیځ کندوز ته سفر وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه