ليکنه: غلام حضرت احساس
ثور د اوومې او اتمې نیټې په افغانستان کې دوه ستر سیاسي بدلونونه راوړل، خو د ماهیت له مخې دا دوه پیښې سره کاملا متفاوتې دي . د دې دوو تحولاتو ګډول، یا د دواړو یوه فاجعه ګڼل یو علمي انحراف دی .
د ثور اومه هیواد کې د بنسټیزو بدلونونو هڅه او پیلامه وه چې خلق دموکراتیک ګوند کې د حفیظ الله امین لخوا یو انقلاب وشو چې اساسي موخې یې دا وې:
• د فېوډالي نظام ماتول
• د ځمکو اصلاحات
• د تعلیم عامول
• د ښځو د ازادۍ او حقونو دفاع
• د ټولنیز عدالت تامین
که څه هم د انقلاب د تطبیق بهیر له ستونزو، تېروتنو، او د بهرنۍ مداخلې له امله له مشکلاتو سره مخ شو، خو د دې تحول اصلي هدف د افغانستان پرمختګ او د ولس سوکاله ژوند و .
ثور اتمه د اسلام پالو جهادي تنظیمونو واک ته رسیدل او د دوی لخوا د کورنۍ جګړو پیل .
جهادي تنظیمونه چې د پاکستان او ایران مغرضو ګاونډیو او بهرني ملاتړ په مرسته چې د شوروي ځواکونو او د هغو د لاسپوڅو حکومتونو ماتې وروسته د ثور په اتمه واک ته ورسېدل د هغو د کرغیړنې حکومتولۍ پیل و . د جهاديانو واکمنۍ ځانګړتیاوې دا وې:
• د قدرت پر سر کورنۍ جګړې
• د قومي او مذهبي تعصبونو خپرېدل
• کابل ښار ویجاړول او د ملکي وګړو قتل عام
• د قانون حاکمیت له منځه تلل
• د انساني حقونو پراخې سرغړونې
مالي او اخلاقي فساد او داسې ورته نورو منفي پدیدو ترویج .
همدارار د ثور اتمې پایلې د خلکو لپاره د ویر، غربت، بې نظمۍ او مهاجرتونو دورې د پیل بل پړاو و .
پدې توګه علمي عدالت دا ایجابوي چې د ثور اوومې نیټې د انقلاب اهداف ، ارمانونه او پر وړاندې یې د شوروی اتحاد استخباراتی شبکو لخوا وړاندې شوې او عملي ستونزې د ثور د اتمې فاجعې څخه بېل تحلیل شي. د ثور اومې پیښې هدف ټولنه کې بنسټیز بدلون او پرمختګ و، خو د ثور اتمې پیښې نتیجه د ولسي وګړو قتل عام، د ښارونو د ورانۍ، او د هېواد د سیاسي ذوال او سقوط سبب شو .
د تاریخ د سم تحلیل لپاره لازمه ده چې انقلابونه د دوی د اهدافو، وسایلو او پایلو له مخې تفکیک شي. ثور اوومه د افغانستان د مظلومو خلکو د ژغورنې هڅه وه، که څه هم نیمګړې پاتې شوه. خو ثور اتمه د واک غوښتونکو ډلو د خپلمنځي جګړو فصل و چې ملت یې برباد کړ.
هر ډول هڅه چې دا دوه تاریخي مرحلې سره ګډې کړي یا یې مساوي وښيي، د تاریخ تحریف او د علمي انصاف خلاف دی.


