دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان واکمن ،تېر لمریز کال له هند سره د ۸۹۰ میلیونه ډالرو...

افغان واکمن ،تېر لمریز کال له هند سره د ۸۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

ویب ډیسک

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر لمریز کال له هند سره د ۸۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

 

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند په یوه بیان کې زیاته کړې ده، چې په دې سوداګرۍ کې ۶۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د ۲۶۳ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات شامل دي.

 

طالبان داسې مهال هند سره د تېر کال سوداګریزې راکړې ورکړې راپور خپروي، چې د هند او پاکستان ترمنځ په کشمیر کې د راپورته شوې شخړې له امله په متقابلو اقداماتو کې د افغانستان سوداګري زیانمنه شوې ده.

 

د معلوماتو له مخې، افغانستان چې هند ته وچه مېوه، زعفران، اینجې او نور توکي لېږدوي، د پاکستان او هند ترمنځ د واګه بندر د تړل کېدو له امله دغه سوداګري زیانمنه شوې او درېدلې ده.

 

بله خوا د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون وايي، هند به د پاکستان له خاورې د انتقالاتو محدودیتونو له امله افغانستان سره سوداګرۍ کې شاوخوا ۱.۱۴ میلیارده ډالره مالي زیان وکړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې په کابل کې د هند بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي انند پرکاش سره په سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې کړې دي.

# #Afghanistan #India #Pakistan #Transit

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه