یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونو ،۲۳ میلیونه افغانان بشري او ژوند ژوغورونکو مرستو ته اړ...

ملګري ملتونو ،۲۳ میلیونه افغانان بشري او ژوند ژوغورونکو مرستو ته اړ بللي دي.

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټيفن دوجارک ۲۳ میلیونه افغانان بشري او ژوند ژوغورونکو مرستو ته اړ بللي دي.

 

نوموړي دا اړتیا د افغانستان له نیمايي نفوس زیاتو خلکو ته داسې مهال څرګنده کړې، چې وايي ملګري ملتونه او نړیوال شریکان یې له سخت مالي بحران سره مخ دي.

 

له دې سره تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر عمومي رییس په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي وو، چې له بشري مرستو اساسي او پراختیايي کارونو ته د مرستو نوعیت تغییر د یاد سازمان په لومړيتوب کې دي.

 

که څه هم د افغانستان له نیمايي نفوس زیات یې بشري مرستو ته اړتیا لري، د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو د راپور له مخې په هېواد کې سلګونو روغتیايي مرکزونو هم خپل فعالیتونه د بودیجې کمښت له امله تړلي دي.

 

اقتصادي بندیزونه، اقلمي بدلون، د کډوالو ستنېدو، بې کاري او د طالبانو له لوري پر افغان ښځو سخت بندیزونه په هېواد کې د لوږې او اقتصادي حالت د ځوړ لامل ګڼل کېږي.

 

له دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم پر نړیوالې ټولنې افغانانو سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

 

کارپوهان افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام مسوولیت ګڼي او ټینګار کوي، چې په سخت بحراني حالت کې دې خپلې مرستې نه کموي.

# #Afghanistan #UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه