یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنياوچا رییس وایي، چې د افغان ښځو له معنا لرونکي حضور پرته...

اوچا رییس وایي، چې د افغان ښځو له معنا لرونکي حضور پرته پرمختګ ناشونی دی.

ویب ډیسک

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د «اوچا» رییس ټام فلیچر وایي چې د افغان ښځو له معنا لرونکي حضور پرته پرمختګ ناشونی دی.

 

فلیچر دوشنبه د غويي پر ۸مه پر خپله اېکس لیکلي چې دا مسأله یې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې ده.

 

هغه همداراز زیاته کړې چې په دې کتنه کې د اقلیمي بدلونونو، پرمختګونو او په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ په تړاو خبرې اترې شوې دي.

 

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي داسې مهال کابل ته سفر کړی چې پر افغانستان د نړیوالو مرستو کچه کمه شوې ده.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ته ویلي چې افغانستان لا هم نړیوالو مرستو اړتیا لري.

 

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ښځې له زده کړو، کار کولو او په ټولنیزو ځایونو کې له حضوره منع کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه