دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل:تېرې ورځې اورلګېدنې له امله نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی...

کابل:تېرې ورځې اورلګېدنې له امله نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

ویب ډیسک
په کابل ښار کې د تېرې ورځې اورلګېدنې له امله نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، په دې پېښه کې د مالي زیانونو ترڅنګ نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپيان شوي دی.

یوشمېر موټرچلوونکي بیا وایي، د دې پېښې تلفات ترهغه څه زیات دي چې اعلان شوی او خلکو ته په میلیونونو ډالره مالي زیان هم اوښتی دی.

ځینو موټرچلوونکو بیا د کابل ـ شمال لویه لاره د اعتراض په ډول تړلې او له حکومت غوښتنه کوي، چې د دې پېښې عاملین پیدا کړي او دوی ته د اوښتو زیانونو خساره ورکړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه