دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکنړ کې له پاکستان راستنه شوي ۳۰۰ کورنيو ته ځمکه ورکول شوې

کنړ کې له پاکستان راستنه شوي ۳۰۰ کورنيو ته ځمکه ورکول شوې

ويب ډيسک

د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال په مشرۍ کونړ ته تللي پلاوي د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو په موخه د بنسټ ډبره کېښوده.

په دغه پلاوي کې د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني هم مل و، چې راستنو شویو ۳۸۲ کورنیو ته د نمرو د وېش لړۍ هم پیل کړه.

نومودي ویلي، چې پاتې ثبت شویو کورنیو ته به هم د دغه ولایت په نورو برخو کې تثبیت شوې ځمکې ورکړل شي.

په ورته وخت کې هغه کورنیو چې د دایمي مېشت کېدو په موخه یې نمرې ترلاسه کړې خوښي څرګنده کړې او له ا.ا څخه یې مننه کړې، چې په دغه برخه کې یې د ستونزو په حل کې ورسره مرسته کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه