سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامريکا د افغانستان او کيمرون د وګړو لنډمهالی خوندیتوب جون مياشت کې...

امريکا د افغانستان او کيمرون د وګړو لنډمهالی خوندیتوب جون مياشت کې پایته ورسوي.

ویب ډیسک

د امریکا د کورنیو چارو وزارت وایي، په راتلونکې مې میاشت کې به دغه هېواد کې د ایستلو له ګواښه د افغانستان او جون میاشت کې به د کامرون د وګړو لنډمهالی خوندیتوب پایته ورسوي.

د امریکایي رسنیو د راپور لمخې، دا مهال نږدې ۱۴ زره او ۶۰۰ افغانان او ۹ زره او ۷۰۰ د کامرون وګړي امریکا کې د ایستلو له ګواښه د خونديتوب په حالت کې دي.

امریکا کې د هغو هېوادونو وګړو ته د ایستلو له ګواښه لنډمهالی خوندیتوب ورکول کیږي چې هېواد یې د جګړو او طبیعي پېښو په څېر له سترو ننګونو سره مخ وي، چې د امریکا د کورنیو چارو د وزیرې په خبره، افغانستان او کامرون تر دې وروسته دغه راز سترې ننګونې نه لري.

په ۲۰۲۱ کې چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وویستل او طالبان واک ته ورسېدل، امریکا د زرګونو افغانانو د خوندیتوب لپاره د بیلابېلو پروګرامونو ترڅنګ، د TPS برنامه هم فعاله کړه.

دا چاره د بشري وضعیت د خرابوالي، د پخواني حکومت د کارکوونکو، خبریالانو، مدني فعالانو، او ښځو د ژوند تهدید ته په کتو وشوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه