ویب ډیسک
د ایران مرستیال ولسمشر محمد رضا عارف خراسان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرحدي ولایتونو او ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار کړی، چې ګاونډي هیوادونه لکه افغانستان او پاکستان د ایران سرحدي ولایتونو لپاره، په ځانګړې توګه د خراسان لپاره لوی فرصتونه برابروي.
نوموړي زیاته کړې چې د پزشکیانحکومت هڅه کوي چې د اقتصاد او ملي پرمختګ په برخه کې د یاد ولایت موقعیت ښه کړي او له ګاونډیو سره یې سوداګریزې اړیکې لا زیاتې شي.


