دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعمران خان درې خویندې په راولپنډۍ کې پولیسو نیولي دي.

عمران خان درې خویندې په راولپنډۍ کې پولیسو نیولي دي.

ويب ډيسک

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي عمران خان درې خویندې په راولپنډۍ کې پولیسو نیولي دي.

د راپور له مخې، د راولپنډۍ پولیسو د عمران خان درې خویندې، د تحریک انصاف مشره عالیه حمزه صاحبزاده حامد رضا او نور کسان نیولي دي.

پولیسو نادیه خټک او د عمران خان د تره زوی قاسم خان هم توقیف کړل.

د یادونې وړ ده چې د تحریک انصاف مشران او کارګران د اډیاله زندان بهر د احتجاج لپاره راټول شوي وو.

له دې مخکې عليمه خان له رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي وو چې که موږ ته د عمران خان سره د ليدلو اجازه ورنه کړل شي، نو موږ به دلته کښېنو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه