ویب ډیسک
ایرنا دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی، چي د څلورو ایراني او دریو بهرني اتباعو په گډون اوو کسانو د گاز نیونې په پیښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ایران افغانانو ته بهرني اتباع وایي.
دغه پیښه د سمنان ولایت د دامغان د ډبرو سکرو په کان کي رامنځته سوې ده.
د نوموړي رپوټ په حواله، دغه کان کیندونکي د ابتدايي ارزونې له پاره کان ته ننوتلي وه چي په گاز نیونې اخته سول. په دغه پیښه کي یوه قراردادي له خپل وراره سره هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دغه پیښه کي وژل سوي افغانان شاوخوا ۲۰ او ۲۵ کاله عمر درلود او جسدونه یې له کان څخه بهر راایستل سوي دي.


