دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان واکمن ،بګرام مو امریکا ته نه ده ورکړی

افغان واکمن ،بګرام مو امریکا ته نه ده ورکړی

ويب ډيسک

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه آوازې رد کړې چې کواګې په بګرام هوایي ډګر کې امریکایي الوتکه ناسته شوې ده.

مجاهد په یوه غږیز کلپ کې وایي چې د امریکایي پوځيانو ته یې اړتیا نشته او نه ورته اجازه ورکول کېږي چې افغانستان ته راشي.

پرون ځينو پاکستانیو رسنیو خبر ورکړ چې په بګرام هوایي ډګر کې امریکایي الوتکې ناسته کړې او د یاد هوایي ډګر کنترول یې ترلاسه کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ کمپاین پر وخت ویلي وو چې که چېرې د باېډن پر ځای نوموړی ولسمشر وای، بګرام هوايي ډګر به یې نه وی پریښی.

هغه همدارنګه ویلي وو چې بګرام هوایي ډګر ورته مهم دی او بېرته به یې له طالبانو واخلي.

څو ورځې وړاندې د زلمي خلیلزاد په شمول یوه امریکایي پلاوي کابل ته سفر وکړ چې په نتیجه کې یې طالبانو دوه امریکایي بندیان خوشې کړل او د څو طالب چارواکو پر سر وضع شوې جایزې هم د امریکا له لورې لغو شوې.

له دې سفر وروسته شنونکو اټکل کړی و چې د طالبانو او امریکا ترمنځ اړیکې به وده وکړي او هیله ښودل شوې وه چې کابل کې به د امریکا سفارت پرانیستل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او په کابل کې د امریکا د سفارت پرانیستو هېڅ نیت هم نه لري.

# #Afghanistan #Bagram

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه