دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد هند برید کې ۲۶ پاکستانیان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان...

د هند برید کې ۲۶ پاکستانیان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

ویب ډیسک

د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل، چې پر پاکستان د هند برید کې ۲۶ پاکستانیان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

 

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې هند د تېرې شپې بریدونو کې جوماتونه، ملکي وګړي او د اوبو بندونه په نښه کړي دي.

 

بل خوا بیا د هند پوځ د نن سهار په خبري غونډه کې ویلي، چې پر پاکستان یې د تېرې شپې برید کې یوازې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي چې ادعا کوي له ۸۰ ډېر ترهګر یې وژلي دي.

 

له دې سره په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي، چې یاد سازمان ته یې د هند د برید په تړاو معلومات ورکړي او له ځانه دفاع خپل حق ګڼي.

 

پر پاکستان برید د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د اپرېل میاشتې د وسله وال برید غبرګون کې وشو، چې ۲۶ هندي سیلانیان پکې ووژل شول، چې هند یې پاکستان مسوول وګاڼه.

# #Pakistan #India #Attack

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه