دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان واکمن ،کوربه هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي

افغان واکمن ،کوربه هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي

ویب ډیسک

د طالبانو کډوالو چارو وزیر مولوي کبیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتنه کې ویلي، چې له ګاونډيو هېوادونو د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو د مېشتېدو لپاره یې د ۴۶ ښارګوټو طرحه جوړه کړې ده.

 

د طالبانو د کډوالو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکول شوي، خو ویل شوي، چې د ځينو ښارګوټو د جوړولو عملي چارې روانې دي.

 

څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتنه کې غوښتنه کړې وه، چې د ACC کارت لرونکو افغانانو لپاره دې ټاکل شوې موده وغځول شي، ځکه په خبره یې په ډله ییزه توګه د زرګونو کډوالو ستنول به طالبانو ته د بیا مېشتېدنې برخو کې ستونزې جوړې کړي.

 

د راپورونو له مخې د ۲۰۲۳ کال په پای کې له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر کې طالبان له ګڼو ننګونو سره مخ وو او د معلوماتو پر بنسټ اوس هم چمتووالی نه لري څو د تورخم له لارې اوښتونکو کډوالو ته رسیده ګي کړي.

 

له دې سره مولوي کبیر د ایران سفر علي رضا بیګدلي سره کتنه کې ټینګار کړی، چې «کوربه هېوادونه» دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي، څو په داوطلبانه ډول هېواد ته ستانه شي.

 

په دې کتنه کې په ایران کې هم د افغان کډوالو د ستونزو او هغوی ته د رسېدو په موخه خبرې شوې چې ایراني لوري غوښتنه کړې، د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره د ګډې هوکړې لپاره باید له مخې طالبان یوه طرحه وړاندې کړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د پاکستان له حکومت غوښتي، څو د افغان کډوالو د جبري اخراج ناقانونه لړۍ ژر تر ژره ودروي.

# #AfghanRefugees #UN #Afghanistan #Pakistan #Iran

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه