ويب ډيسک
د برتانیا حکومت له هغه اعلان وروسته چې د خپلو بهرنیو مرستو بودیجه به کمه کړي، د تازه پرېکړې له مخې د بي بي سي نړیوال سرویس د بودیجې پر کمولو هم غور کوي.
د بي بي سي نړیوال سرویس د بودیجې لویه برخه د برتانیا حکومت د بهرنیو مرستو له بودیجې ورکول کېږي.
برتانیا حکومت د بودیجې کمولو دا پرېکړه کېدونکې بللې خو وروستۍ شوې نه ده.
برتانیا داسې مهال د یاد نړیوال سرویس د بودیجې پر کمولو غور کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجراییوي فرمان له مخې د امریکا غږ او آزادۍ راډيو/آزادې اروپا ټول کارکوونکي تر بلې خبرتیا دندو ته له تګ منع شوي او د یادو رسنیو خپرونې بندې شوې دي.
د راپورونو له مخې د امریکا غږ او آزادې اروپا راډیوګانو ته امر شوی، چې کارمندان یې له خپلو صلاحیتونو او واکونو استعفاده نه شي کولای، خو تر بلې خبرتیا به یې معاشونه ورکول کېږي.
د برتانیا او امریکا متحده ایالات د یادو رسنیزو ارګانونو د تړل کېدو او بودیجې کمولو پرېکړه د بهرنیو او د لویو لګښتونو کمولو په موخه کوي.
له دې وړاندې د امریکا د اغېزمنتیا ادارې مشر ایلن ماسک ویلي وو چې امریکا غږ او آزادې اروپا راډیوګانې د امریکا ګټو خلاف خپرونې کوي او د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې بې ځایه لګول کېږي.
امریکا غږ، آزادي راډیو/آزادې اروپا او بي بي سي نړیوال سرویس د افغانستان د ملي ژبو سربېره، د نړۍ په لسګونو ژبو د بېلابېلو سیمو او هېوادونو لپاره خپرونې لري.
# #US #VOA #BBC #World


