سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د افغان حکومت د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه رد...

پاکستان د افغان حکومت د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه رد کړې

ویب ډیسک

پاکستان وايي، د افغان ناقانونه کډوالو د استوګنې مودې غځولو او د جبري اخراج لړۍ د درولو لپاره یې د طالبانو غوښتنه نه ده منلې.

 

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې حکومت یې خپله پرېکړه کې جدي دی او د مارچ له ۳۱ مې وروسته به په جبري ډول له دغه هېواده ټول ناقانونه افغان کډوال او د ای سي سي کارټ لرونکي اخراج کړي.

 

د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په تازه غونډه کې له پاکستان غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو جبري اخراج لړۍ بنده کړي او د یو منظم مېکانېزم له مخې افغانان هېواد ته ستانه کړي.

 

د طالبانو په ناسته کې له اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې غوښتنه شوې، چې پر ګاونډیو هېوادونو، ځانګړې توګه پاکستان او ایران فشار راوړي، څو له افغان کډوالو سره له زور زیاتي لاس واخلي.

 

ورته مهال د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور وايي، له پاکستان د افغانانو جبري اخراج سره موافق نه دی او دا یې د افغان کډوالو پر وړاندې له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

 

پاکستان افغان ناقانونه او ای سي سي کارټ لرونکو ته د روانې مارچ میاشتې تر پای نېټه ورکړې، چې په خپله خوښه ووځي، که نه د اپرېل له پیل سره سم د جبري اخراج لړۍ شروع کېدونکې ده.

 

پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ بندلو غوښتنه رد کړې، چې له څو میاشتې راهیسې یې په تورخم کې د جګړې، د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدو ادعاوو او نورو ستونزو له امله یې طالبانو سره اړیکې ترینګلې شوې دي.

# #AfghanRefugees #ACC #POR #Pakistan #Refugees

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه