ویب ډیسک
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې په تورخم کې افغان او پاکستاني سوداګرو په ننۍ ناسته کې هوکړه شوې چې تورخم به د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانېستل شي.
راپور زیاتوي، چې د تورخم دروازې پرانېستل کېدو په اړه د ترتیباتو کولو په موخه د همغږۍ ناسته هم ترسره کېږي، چې له مخې به یې سر له سبا (سه شنبه) د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شي.
تورخم له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې پاکستاني لوري د طالبانو د نظامي تاسیساتو جوړولو غبرګون کې تړلی و.
# #Afghanistan #Pakistan #Torkham


