سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتورخم کې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ دویمه ناسته ترسره کیږي

تورخم کې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ دویمه ناسته ترسره کیږي

ويب ډيسک

ټاکل شوې چې نن یو ځل بیا په تورخم کې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ دویمه ناسته ترسره شي.

 

په دې ناسته کې ۲۷ سوداګر له افغان او ۳۷ نور له پاکستاني لوري ګډون کوي، ترڅو د تورخم دروازې د پرانېستلو په تړاو خبرې او پرېکړه وکړي.

 

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دا ناسته نن د ورځې ۱۱:۰۰ بجې ترسره کېدونکې ده چې پایلې به یې وروسته شریکې شي.

 

تورخم شاوخوا له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوی چې د څو ځلي ناستو په کولو سره لا هم د غه لاره د سوداګرو او مسافرو پر وړاندې نه ده پرانېستل شوې.

 

د راپورونو له مخې د تورخم له لارې هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات او صادرات ترسره کېدل چې له تېرو ۲۴ ورځو راهیسې دغه سوداګري په ټپه ولاړه ده.

# #Afghanistan #Torkham #NGR #KBL #Transit

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه