سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهګنډاپور ،د افغان کډوالو په زوره د ایستل د حکومت پالیسي غیر...

ګنډاپور ،د افغان کډوالو په زوره د ایستل د حکومت پالیسي غیر انساني او د نه منلو وړ وبلله.

ويب ډيسک

پېښور: د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د افغان کډوالو په زوره د ایستلو په اړه د وفاقي حکومت پالیسي غیر انساني او د نه منلو وړ وبلله.

ده څرګنده كړه چې افغان كډوال به له خپلې صوبې نه شړل كېږي او په دې اړه به له وفاقي حكومت سره د خبرو له لارې د عمل نوى پلان جوړېږي.

د خېبر پښتونخوا وزيراعلي وايي، چې د وفاق تګلارې سمې نه ګڼي او کله چې د ده په صوبه کې د افغان کډوالو د ويستلو ستونزه راپېښه شوه، نو په مستقيمه توګه به له وفاقي حکومت سره خبرې کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې اړه يې څو ځلې د پوځ له مشر سره په ليدنو کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې او څرګنده کړې يې ده، چې په صوبه کې پورته شوي ګامونه ناسم دي.

علي امين ګنډاپور د امنيتي غونډو په اړه شکايت وکړ او ويې ويل، کله چې د امنيت په اړه کومه غونډه کېږي، د هغه په شاوخوا کې د وفاق استازي وي او ځان يوازې احساسوي.

ده ووئيل چې صوبائې حكومت ته دې هم په خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان او د امنيت په چارو كښې برابر حيثيت وركړې شي۔

هغه ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو په اړه هر ډول پرېکړه باید د بشردوستانه بنسټونو له مخې وشي او ولایتي اداره به د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره له هر ډول امکاناتو کار واخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه