دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسیګار وايي،ا،ا بهرني مرستې پر خپلو کسانو وېشي.

سیګار وايي،ا،ا بهرني مرستې پر خپلو کسانو وېشي.

ويب ډيسک

د افغانستان پر بیارغونې د څار ځانګړې اداره یا سیګار وايي، د څارنې نشتوالي له امله طالبان په بهرنیو مرستو کې لاسوهنه کوي او پر خپلو کسانو یې وېشي.

 

سیګار په خپل وروستي خپاره کړي راپور کې د نړیوالو بنسټونو هغه اندېښنې هم تایید کړي دي، چې ګنې طالبانو افغان ښځو سره د مرستو لاسرسی محدود کړی او په مستقیم ډول یې پرې نه وېشي.

 

د طالبانو له لوري دغه لګېدلي محدودیت په هېواد کې داسې مهال د بې سرپرسته کورنیو اندېښنې پیدا کړې دي، چې نارینه نه لري او په ناوړه اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې دي.

 

سیګار دا اندېښنه هم ښودلې، چې د نږدې څار نشتوالي له امله د طالبانو له لوري د زیاتې ناوړه ګټه اخیستې او پر خپلو کسانو د مرستو وېشلو کره معلومات ستونزمن دي.

 

طالبانو له دې وړاندې په نړیوالو او بهرنیو مرستو کې د لاسوهنې راپورونه رد کړي وو، خو د مرستو د کره وېش او د خلکو پر ژوند یې د ملموس اغېز څرک هم نه لیدل کېږي.

 

افغانستان کې د بهرنیو مرستو په بندېدو سره د خلکو د ژوند اړتیاوې زیاتې شوې دي او غوښتنه کوي چې د افغانانو د اقتصادي او بې وزلۍ شرایطو په پام سره باید بشردوستانه او ژوند ژغورونکو مرستو ته دوام ورکړي.

# #Afghanistan #UN #SIGAR

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه