دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان لومړی وزیر شهباز شریف بلوچستان ته رسېدلی

پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف بلوچستان ته رسېدلی

ويب ډيسک

د پاکستان لومړی وزیر شهاز شریف وروسته له هغې بلوچستان ته رسېدلی، چې بلوڅ آزادي غوښتنونکو په وینا د برمته شوي اورګاډي پوځي مسافر یې ووژل او سیمه یې ترک کړه.

تېره شپه ناوخته د پاکستان پوځ وویل، چې د بلوچستان په بولان کې یې د ټولو بلوڅ آزادي غوښتونکو په وژلو سره عملیات پای ته رسولي او یو شمېر برمته شوي مسافر یې ژغورلي، خو بلوڅ آزادي غوښتونکي دا ادعا ردوي.

له دې سره پاکستاني رسنیو ویلي، ټاکل شوې چې لومړی وزیر شهباز شریف به د امنیت او نظم ارزونې لپاره په بلوچستان کې له ایالتي چارواکو سره وویني.

یو شمېر پاکستاني رسنیو هم مهاله د جعفر ایکسپریس اورګاډي د برمته کېدو غبرګون کې ویلي، چې بلوچستان د پاکستان د حکومت له کنټرول بهر شوی او که اقدام ونه کړي، بایلي یې.

وړمه ورځ د بلوچستان په بولان دره کې د پاکستان جعفر ایکسپرس پر اورګاډي بلوڅ آزادي غوښتونکو برید وکړ، چې د ټولو مسافرو له برمته کولو وروسته یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان خوشې او لسګونه پوځي کارمندان برمته کړل.

دغې وسله والې ډلې د پاکستان حکومت ته وخت او شرایط ټاکلي وو، خو د نه منلو په صورت کې یې ادعا وکړه، چې ټول پوځي مسافر یې وژلي او سیمه یې ترک کړې ده.

په بولان کې د عملیاتو له پای ته رسېدو سره سم د پاکستان پوځ وویل، چې بلوڅ آزادي غوښتونکو دا برید د افغانستان له خاورې پلان کړی دی، خو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه