ويب ډيسک
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس اورګاډي د برمته کېدو او برید پلان هند طرحه کړی و او له افغانستان رهبري کېده.
جعفر
د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان په خبري غونډه کې ویلي، چې استخباراتي معلومات یې په ډاګه کوي چې بلوڅ آزادي غوښتونکي وسله وال په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره تماس کې وو.
شفقت علي خان ادعا کړې، چې طالبانو بلوڅ آزادي غوښتونکو وسله والو ته اجازه ورکړې، څو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي او په دې تړاو یې پرله پسې شواهد هم له طالبانو سره شریک کړي دي.
پاکستاني رسنیو د د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله د بلوچستان د برید په طرحه کولو کې د هند د رول په تړاو نور هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو تراوسه د بلوچستان برید په اړه د پاکستان ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی او نه یې له دې وړاندې د دغه برید په اړه دريځ څرګند کړی.
پاکستان له دې وړاندې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو د موجدیت، افغان خاورې کارولو او پټنځایونو ورکولو له امله ادعاوې کړې دي، خو طالبانو رد کړي دي.
# #BLA #Jaffarexpress #Balochistan


