ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وایی چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۱۸ طالبان ووژل شول، ۳۰ ټپیان شول او ۴ نور نیول شوي.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۶۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، غور، بلخ، هلمند او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
خو بل لورئ ته تر دا مهاله طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي.


