ويب ډيسک
راپورونه کاږي چې، د کوئټې ولسوالۍ چارواکو د پښتو اکېډمۍ د کتابتون د غړو د مکررو غوښتنو او شکايتونو په اساس دغه اکېډمۍ بنده کړی ده.
د کوئټه مرستیال والي وايي: په پښتو اکاډمۍ کې داسې کتابتونه شته چې له ډېرې مودې راهیسې پکې زده کوونکي په زده کړو بوخت وو، چې د پښتو اکاډمۍ ادارې لخوا د محصلینو پر مخ تړل شوي وو، چې له امله یې هلته زده کوونکو او غړو په وار وار له ولسوالۍ ادارې شکایتونه او غوښتنې کړې وې.
بل لور ته پښتو اکېډمۍ له لوري ویل شوي چې
پښتو اکېډمۍ کوټه د ډپټي کمِشنر له خوا په غېر قانوني ډول سيل کړل شوه
د کوټي ضلعې ډي سي (ډپټي کمِشنر) له خوا پښتو اکېډمۍ کوټه په غېر قانوني ډول د نامعلومو وجوهاتو له کبله وتړل (سيل) شوه، د تېرو څلور پنځوس (۵۴) کلونو څخه پښتو اکېډمۍ کوټه خپل ادبي، تحقيقي او علمي فعاليت تر سره کوي خو نن ماپښين پر درې بجې په غېر قانوني ډول د کوټي ضلعې ډي سي د پښتو ژبي دغه مُتحرکه پخوانۍ ادبي او علمي اداره وتړله.


