دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد پښتو «ی »ګانو په اړه څو یادونې

د پښتو «ی »ګانو په اړه څو یادونې

لیکوال: محمد داود وفا

 

-د لفظونو په منځ کې د پښتو د ټولو «ي» ګانو اصلي شکل « يـ » دی، کله چې د «ي» اواز په نورو بڼو اوړي، نو یې شکل هم څه بدلون مومي، لکه په ډېر، تېر، برسېر، ورتېر او نورو کې، خو د کلمو په منځ کې د مفرد مذکر «ی» غوندې غږ لپاره شکل نه لرو، لکه د پای په غږ کې؛ سړی، منګی، لرګی.

کله چې ددغې ی -او کله هم د زورکۍ والې ۍ ـ غږ د کلمې په منځ کې راځي، په کار ده چې دا په« يـ »ولیکو، ځکه چې په اتیا فیصده ژبه کې د کلمو د منځ لپاره د څنګ په څنګ ټکو (ټکیو) والا « يـ » دود ده، خو زموږ ځینې پښتو لیکونکي د مفرد مذکر «ی» غوندې غږ ته ورته دغه غږ ته هم اوږده ېـ لیکي، چې دا سمه نه ده، ځکه اوږده ېـ د خاص غږ لپاره ده او د دوو غږونو لپاره کارول یې ناسم پوهاوی پیدا کوي؛

مثلا ‌‌

صیب، خیبر، فیصله، پیل، کیفیت…

ځينې دا صېب، خېبر، فېصله، پېل، کېفیت… لیکي، چې سمه نه ښکاري او لوستونکي ته د دوو غږونو توپیر ګرانوي، خو که په« يـ » ولیکل شي، نو ټول پرې په اسانه پوهېدی شي. زموږ عام لیکونکي او لوستونکي له پېړیو راهیسې له « یـ » سره بلد دي، خو د اوږدې « ېـ » لا سل کاله هم نه کیږي او محدود خلک یې توپير کولی شي.

دا ستونزه په پېښورو لیکوالو کې ډېره ده، دوی چې د باړه ګلۍ پرېکړې مني، هلته هم داسې کومه پرېکړه نه ده شوې او که شوې هم وی، سمه به نه وه.

 

– د پښتونخوا زیاتره پښتانه د وویل لپاره ووی لفظ کاروي، چې ځينې برني پښتانه هم ورسره غاړه دي، دا لفظ خوږ لګي او لیکل او ویل یې په کار دي. خو ځينې پښتانه بیا دا «ووې» لیکي، خو تلفظوي یې ووی (ووے )، نو چې تلفظ ووی کوي، نو بیا یې لیکي ولې ووې؟

په پېښورو خو ورځه لږو ډېر سترګې پټول ځکه په کار دي، چې که دا « ې » ونه لیکي، نو بیا به پرته «ے » لیکي، چې هغه بیا بل غم دی، ورځه هغوی دې لیکي، خو دا ځينې برني هم په همدې دود لګیا دي.

دا خبرې مې ځکه ولیکلې، چې لګیا یم لیکل او سمول کوم، ډېر وخت مې په دې ادلون بدلون روان دی.

 

-بیا هم د اوږدې «ې» خبره: موږ یېګانې د اوازونو د سم تلفظ لپاره لیکو، خو په ځينو فعلونو کې ی ګانې په عینې مانا کې بدلون مومي، لکه: کېدل، پوهېدل، ترهېدل، زنګېدل، رنګېدل، جنګېدل، مرورېدل او نور. په دغسې مصدري او ځينو اوښتو حالتونو کې دا په اوږده «ې»لیکل سم دي، خو کله چې خبره فعل ته راځي، نو غږ بدلیږي، چې باید داسې ولیکل شي:

کیږي، پوهیږي، ترهیږي، زنګیږي، رنګیږي ،جنګيږي. تاسو یې په خپلو ژبو تمرین کړئ، په پته به یې پوی شئ.

په فعلي یا اوښتو حالتونو کې یې څو مثالونه دا کېدی شي:

پوهېدل: هغه وپوهېد، هغه پوهېده چې…، موږ پوهیږو، هغه پوهیږي، دوی وپوهېدل…

کېدل: هغه وخت ډېر کارونه کېدل، اوس ډېر کار نه کیږي…

ترهېدل: هغه وترهېد، موږ وترهېدو، هغوی ترهیږي…

ډارېدل: هغه د ډارېدو سړی نه دی، موږ د ډارېدو خلک نه یو، هغه نه ډاریږي…

زنګېدل: هغه وزنګېد، موږ وزنګېدو، دوی زنګیږي…

رنګېدل: هغه د هغوی په رنګ ورنګېد، که هغه هلته پاتې شي، د هغوی په رنګ به ورنګیږي…

مرورېدل: مروریږي…

جنګېدل: وجنګېد، وبه جنګیږي…

او دغسې شړېدل، رسېدل، جګېدل یا جیګېدل، لګېدل، لوېدل او داسې په لسګونو نور، خو دا نظر پر ټولو افعالو د تطبیق وړ نه دی، مثلا لېږل مصدر: ولېږه، ولېږي، وبه یې لېږي، وې لېږه،

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه