ويب ډيسک
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تازه څرګندونو وروسته ویلي، که چیرې د هغه استعفا د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي، دی چمتو دی چې له خپلې دندې لاس واخلي.
زیلینسکي ټینګار کړی چې د ده هدف د اوکراین ملي ګټې او د خلکو امنیت دی، او که د هغه استعفا د سولې او ثبات سبب کېږي، نو دی تیار دی چې دا ګام واخلي.
خو نوموړي دا هم ویلي چې د روسیې پر وړاندې مقاومت به دوام ومومي، او د جګړې پای ته رسېدل باید د اوکراین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.
د اوکراین جګړه له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده، او د نړیوالو هڅو سره سره، لا هم د سولې لپاره روښانه حللاره نه ده موندل شوې.


