دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد تورخم لار د درېیمې ورځې لپاره هم تګ او راتګ لپاره...

د تورخم لار د درېیمې ورځې لپاره هم تګ او راتګ لپاره تړلې ده

ويب ډيسک

په ننګرهار ولایت کې طالب چارواکي وايي چې د تورخم لاره د درېیمې ورځې هم د تګ او راتګ پر مخ تړلې ده او د خلاصېدو لپاره یې کره معلومات نشته دي.

ورځې لپاره هم د هر ډول تګ او رتګ لپاره تړلې ده،

د تورخم لار د د شنبې ورځې راهېسې د پاکستان له خوا د هر ډول تګ او رتګ پر مخ تړل شوې ده، په تورخم کې د طالبانو چارواکو ویلي، پاکستان دغه کار طالبانو له لوري د ځینو تأسیساتو د جوړولو په غبرګون کې ترسره کړی دی.

په تورخم کې یوه باوري سرچېنه ه وایي چې دغه لار نن د دورېیمې ورځې لپاره تړلې ده.

دی وایي چې تر اوسه له پاکستاني لوري سره دوه ناستې شوي او ټاکل شوې درېیمه هم نن ترسره شي خو تراوسه د لارې خلاصېدو د نېټې په اړه کره معلومات نشته دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناروغانو، ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان په تورخم کې د لارې خلاصېدو ته انتظار باسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه