ويب ډيسک
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او توپانونو پېښېدو وړاندوینه کړې ده.
نوموړي ریاست دوشنبه د کب پر ۶مه په یوې خپرې کړې اعلامیې کې لیکلي چې سبا په هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنگان، بامیان، دایکندي، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، میدان وردګ، لوگر، کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، ننگرهار، کونړ، نورستان، بغلان، بدخشان او په ځانګړې توګه په سالنگونو کې د ورښتونو اټکل شته.
یاد ریاست زیاته کړې چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه د ۱۵ او ۵۰ مليمترو او واورې هغه بیا د ۱۰ او ۵۰ سانتيمترو پورې اټکلېدای شي.
دغه راز، په شمالي، لویدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د بادونو وړاندوینه هم شوې چې په بېلابېلو ولایتونو کې به یې د چټکتیا کچه په ساعت کې د ۵۰ او ۱۰۰ کیلومترو ترمنځ وي.
نوموړي ریاست پرون هم د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی و.


