دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامر الله صالح:خراسان اوس د یوه سیاسي او جغرافیایي واحد په توګه...

امر الله صالح:خراسان اوس د یوه سیاسي او جغرافیایي واحد په توګه نشته او یوازې د تاریخ په پاڼو کې یې یادونه کېږي. 

ويب ډيسک

د جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح په وروستیو څرګندونو کې ټینګار کوي چې «خراسان» اوس د یوه سیاسي او جغرافیایي واحد په توګه نشته او یوازې د تاریخ په پاڼو کې یې یادونه کېږي.

 

ښاغلي صالح پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبرې هغو خلکو ته په خطاب کې کړي چې په وینا یې له افغانستانه بېزاره دي او «خراسان» یې ځای ناستی بولي.

 

صالح ټینګار کوي چې دا.عش ډله له تېرو لسو کالو راهیسې له دې نومه ناوړه ګټه اخلي او د ځانمرګو بریدونو وژنو له لارې هڅه کوي چې دا د بغداد یو ولایت معرفي کړي. نوموړی وایي، چا چې خراسان پورې زړه تړلی، پام دې وکړي چې دا.عش ته نږدې نه شي.

 

امرالله صالح سپارښتنه کوي، دا خراسان غوښتونکي باید پوه شي چې هغه اوس خارجي وجود نه لري او د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان هیوادونه ترې جوړ شوي دي.

 

هغه زیاتوي د دې سیمو زیاتره خلک د «خراسان» نوم نه پېژني، دا خو لا لرې ده چې د خپل ملي هویت د بدیل په توګه یې ومني.

 

ښاغلی صالح همدارنګه وایي یو بل خراسان په اوسني وخت کې د ایران اسلامي جمهوري دولت ولسوالي ده چې څوک به پرې ښایي په خیال کې هم د برید کولو نیت نه لري.

 

نوموړی ګواښ کوي چې پر واقعیت د تمرکز پر ځای، د خراسان جوړونې په تاریخي افسانو او خیالونو پورې نښتل، نه یوازې ګټه نه لري، بلکې د ذهني سرګردانۍ لامل هم کېږي.

 

هغه احمد شاه بابا د خراسان وروستی مدعي ګڼي چې په وینا یې پر قبر یې لیکل شوي «دا د خراسان د پاچا قبر دی.»

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه