دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپښتو ټپه که د مظلوم انسان د اعتراض کړيکه

پښتو ټپه که د مظلوم انسان د اعتراض کړيکه

 

لیکوال: استاد اکبر کارګر

 

موږ د خپل لرغوني فرهنگ دعوه کوو؛ خو لا په دې نه يو توانيدلي چې د دې بډاى فرهنگ ارزښتمن عناصر د نويو ټولنيزو پوهنو د احکامواو اصولو په رڼا کې په ډاگه کړو. يو له هغو سوغاتونو – چې پښتانه يې د خپل فرهنگ په ځولۍ کې لري هغه ټپه يا لنډۍ ده. لنډي دپښتون ولس د طبيعي ژوند

اودهغهله روان سره اړيکه لري. په دې مانا که له يوې خوا د طبعيت سره دمخامخېدو په لړ کې په لنډيو کې خپل تاءثر بيانوي؛ نو له بلې خوا د يو ژوندي موجود په توگه – چې په زمان او مکان اوراتلونکي فکر کولي شي له ماضي نه خپل تاءثربيانولي شي؛ خپل دروني تاءثرات هم بهر په يو قالب کې يا د لنډيو په قالب کې بهر ته راوستلی شي چې په دې ډول ټپه د انسان د پیغام د وړاندې کولو لپاره غوره وسيله ده.

د پښتو لنډيو په اړوند يو سطحي چلند له دې امله و او دي چې د ليک لوست او مطبوعاتو په خپريدو سره زياترو کسانو او يا ليکوالو، دلنډيو عمق او ژوروالي ته پام نه کولو. داسې مقالي کښل کېدی چې سرليكونه به يې و«سترگې په لنډيو كې»، «شونډې په لنډيو يا زلفي په لنډيو كې» او داسې نورو ډولونو به يې ستاينه کېدله. دا سمه ده.په لنډيو کې کېداى شي د هغو استيتيکي عناصرو يادونه وشي؛ خو په مسخره ډول هم نه.

د تېرې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې خداى بښلي استاد پوهاند مجروح په يوه سيمينار کې د پښتو لنډيو په اړوند يوه درنه او له نوښته ډكه مقاله وړاندې کړه. په دې مقالې کې څو ټکو ته د اعماقو د سايکالوژۍ او فلسفې په رڼا کې پاملرنه شوې وه. د لنډيو د منځپانگې لهمخې، د هغو اصلي ويونکي مشخص شوي وو. د بې سوادو او باسوادو كسانو له خوا ويل شويو لنډيو توپيرونو ته اشاره شوې وه. د لنډيود اصلي ويونکو، يانې د محرومو او ستم لاندې ښځو د محروميت او د هغو د تحت الشعور د اواز په توگه څېړل شوې وې. په هماغو کلونوکې نوميالي شاعر سليمان لايق د پښتو ټولنې د زيرې په جريده کې د پښتو لنډيو په باب يوه لړۍ پيل کړې وه چې د سبک او تحليل لهمخې يې زيات نويوالى درلود. دغه مقالې بيا د پښتنې سندرو په نوې چاپ کې د سريزې په توگه ځاى شوې وې.

خداى بښلې استاد مجروح هم په دې اړوند خپل کار ته انکشاف ورکړ چې وروسته په فرانسوي ژبه چاپ او بيا په انگريزې ژبه د (Song of love and war) تر نامه لاندې چاپ شوى اثر دى.

د لنډيو په باب مورفولوجيک او ژبپوهنيز بحث ته اړتيا نشته. ټپه، لنډۍ او مسرې د افغان، پښتون پختن، او پټان په څېر د يو شعر نومونهدي. دا د پښتون ولس، اولسي شعري فورم دی چې د فولك هنر پوري اړه لري. بده به نه وي چې لږ څه په تيوريك لحاظ د فولك هنربنيادونو ته هم نغوته وکړو او له هغه وروسته تر يو حده د ټپو د اصلي يوونکو د مافي الضمير شننه وکړو.

 

يو څه د فولک يا ولسي هنر او هستونو په باب چې ټپه يې يوه برخه ده:

وولسي هنر د طبعيت او د انسان د سالميت له مفاهيمو ډك دي. په ټولو ولسي افسانو او ترانو كې د طبيعت ستاينه د بوټو گياوو، شينشوبو، اوبو او پارچاوونو او د ښكلو منظرو زړه راكښونكى منظر پروت وي.

۱- ولس چې تل په عملي ژوند كې ښكېل او له طبيعت سره لاس وگرېوان دی. زده کړه كوي چې څرنگه دطبيعت په قهر برى ومومي او هغهتر خپل كنترول لاندې راولي. په دې اساس ده چې واقعيت پالنه د فولكلور په اساسي محور بدليږي. عاميانه سرودونه د دې لپاره ايجادېږيچې د ژونديو او فعالو خلكو له خوا زمزمه شي. په دې ډول ټپه – چې د ولسي هنر يوه عمده برخه ده – د عملي ژوندانه له شوره ډكه ده.

۲-د فولك هنر د انسان له هيلو او اميدونو څخه ډك دى. د دغه هنر قهرمانان د فداكارۍ او ايثار له لارې هدف ته رسېږه. د كوډو او جادواثار چې د زړې او سنتي ټولنې بوده تنسته ده په ولسي هنر كې ځای شوې ده. كه انسان خپل مقصود منزل ته ونه رسيېږي؛ له يوې بليلارې خپل جريان پر مخ بيايي. د فولكلور خيال او تخييل سره له دې چې واقعيت نه لري او يا له واقعيت نه واټن لري؛ خو د پيښېدو امكانيې شته. داسمه ده چې ځېنې اساطير او داستانونه د هر دوران د خلكو د غوښتنو نماينده گي كوي او يو ډول غير واقعي او خياليانګېرل کېږي. خو دا د خلكو د اختراع په توگه د عيني واقعيت سره تحقق مومي.

۳- د طبعيت تسخيرولو او دتمدن ايجاد د فولك هنر اصلي موضوع ده. د فولك قهرمانان داسې سرشاره لکه پرومته يې ( يونانياسطوروي قهرمان پرومته ته اشاره ده چې له زيوس نه يې اور را پټ کړ؛ انسان ته يې راووړ او بيا محکوم شو) موجودات دي چې دزياتې هڅې او تحمل په ترڅ كې بري ته رسېږي. په يوناني اساطيرو كې يې «پرومته» د خلاق انساني قدرت ممثل دى. پروميتوسانسان ته اور يا رڼا وركوي او د هغه ژوند بدلوي.

۴-د نويو اقتصادي او ټولنيزو پرمختگونو سره – سره داسې انگېرل كيږي چې گواكې د فولكلور بنسټ كمزوری كېږي؛ خو له كومه ځايهچې په طبيعت باندې بشپړ برى حاصل شوى نه وي؛ فولكلور به زېږېږي.

۵-دغه ولسي هنر ټولنيز خصلت لري. يوازې د يوه فرد مولود نه، بلكې د ولسونو د پراخو پرگنو د محصول په توگه له وړاندې کېدلو سره دولسونو د ناپايه اوڅپانده سمندر څپو ته لوېږي.

۶- لومړنى يا لرغوني انسان په هر څه كې ځان طبيعت پورې تړلی بولي او همدا علت وي چې طبعيت پالونكی وي. له طبعيت سره ډيريافسانې او اسطورې ايجادې شوې دي چې د «اركي تايپونو» يا زړو بېلگو په توگه اوس هم په فولكلور كې شته او د څېړني او تحقيق لهپاره ناپايه سرچينه او مخزن دى.

په ولسي هنر كې حيواناتو ته ارزښت وركول، لمر او سپوږمۍ ته ارزښت وركول، اور ته ارزښت وركول مرگ اوژوند ته ارزښت وركول، هغهڅه دي چې زيات د عملي ژوندانه سره تړاو لري او د بدوي انسان او د لومړيو ټولنو د عكس العمل ډگر دی.

ټپه يالنډۍ څنگه ارزولي شو؟

ټپه يا لنډۍ داسې شعر ې فورم نه دى چې په نورو ژبو کې کټ – مټ وموندل شي. دا يوازې د پښتو ځانگړنه ده. لکه چې په ټوله نړۍ کېداسې لږ ولسونه شته چې ژبه يې هم ژبه وي او هم د ژوند قانون؛ خو پښتو دوه گونې مانا لري چې هم د ژوند قانون«کدکس» دى اوهم دژبې نوم دى او دې ځانگړنې پښتو ته يو امتياز وركړى. دغه راز ټپه يې بله ځانگړنه ده چې پښتو او پښتانه له غيرو جلا كوي. شهید استادمجروح ليکي: «له هر ډول موډل پرته چې سيالي ورسره وشي او د هر ډول شعري صلاحيت پرته – چې درناوى يې وشي – په پښتو ژبهکې ددې عام ادب ويونکو دغه هستونه له هر ډول کتابونو څخه ډېره لرې ايجاد کړې ده. په عمومي توگه هغه کسان چې له ښوونځي او ياپوهنتونه محروم و، هغوى دغه ترکيب، له هر ډول بهرنې نفوذه لرې ساتلى دى او په بې اختياره ډول يې دغه کار ته د ځانگړنو داسې قوتورکړى چې انعکاس يې ټول خلک اوريدلاى شي.» (۱)سندره اومينه مجروح

استاد د همدې ځانگړنو اړوند په يوه بله برخه کي زياتوي: «سره له دې چې دا يو داسې په زړه پورې حاضرځوابه ترکيب اوانکشاف دیچې د خاصو شعري فورمونو سره زياته تنوع او اختلاف او خاص قواعد لري. له سندرو جلا دا ډول شعرونه دا مانا نه لري چې له يادهوويل شي. دا ځكه چې د دې ريم اوريتم ميلوديک ارزښت لري.» (۱) ايكس پيج

ټپه په څرگنده توگه د محتوى له پلوه د فارسې – دري او نورو ژبو له شعر سره توپير لري. په لنډيو كې عارفانه عشق اوج نه نيسي.

له بلې خوا ځېنې ساده او ډير ابتدايي اساسي شيان په دوامداره توگه شته. دا سندرې د ځمكني عشق او د بشري مينې اغېز دى. اندېښنې، خوندونه، لذتونه په يوه داسې سندره كې چې د طبعيت ستاينه كوي، غرونه، درې، ځنگلونه، دريابونه، سهار او ماښام، شپه اوراكښونكې فضا ستايي، داسې سندره چې له جنگ او غيرت، له شرم او مينې د ژوند او مړينې نه تغذيه كېږي.

د مېرمنو د کړاو انځور يا د هغوۍ د ژوند هېنداره:

په هر حال په دې اصلي او ستر او ډېر محبوب شعر كې د ښځو فعال حضور موجود دى. كه په بل هر ځاى كې وي؛ هغه د نارينه اشعاروته الهام وركوي. هغه د مضمون د بې شمېرو سندرو د ليكوال په توگه په دې ځاى كې هم خپل موجوديت له ټولو مخلوقاتو اوچت بولي. دشعر دا بڼه هر وخت د هغه له گډونوالو غوښتنه كوي او دا ټپه ده چې په تحت الفظي مانا «لنډۍ» مانا وركوي. په حقيقت كې دا يو ډېرلنډ شعر دى چې له دوو مصرعو، له نهو او ديارلسو سېلابونو جوړ شوى دى. دا د خوښيو، زيارت ته له تللو، په ټال كې د زنګلو، د گودر دغاړو، د مړو، له جنازو له سره ان د جمعي حافظي سمندر(تحت الشعوري) ته لاره كوي او هلته خوندي كېږي٠ لنډۍ په واقعيت كې دپښتون ولس د ژوند بهير دى.

مشهور شاعر سليمان لايق ليكي :«د لنډيو مست او له شوره ډك سيند تل د يوې څپې ځاى بلې ته او د بلې لا بلې ته ورسپاري او په دېتوگه د لنډيو رنگين گلستان او د هغوی د غاړو (اهنگونو) مهيجه اونڅوونكې سنفوني له مطلق خزانيدو او وچېدو او غلي كېدو څخهساتي.)) (۲) پښتني سندرې. دعلومو اکاديمي چاپ .درويشت مخ

سر په كږه څنگله كيږده مخ مې راستون كړه ښكلوه شينكي خالونه

زما د زړه صدف دې مات كړ څكه مې وينې په سينه وهي موجونه

اشنا مې وږى را نه لاړو د دسترخوان خواته ورځم ژړا راځينه

څو د وطن ياران خبرېږي د غم سېلاب به په دكن ويشتلى وومه.

 

د انسان روح او روان د دونيا او انسان يو پېچلي او رنگارنگۍ ته ورته دی لکه که يو څوک د غرونو منځ کې يو اواز وکړي؛ نو انعکاس يېبېرته اورېده شي. پر دې انگۍ له بيلابيلو زاويو څيړنې او قضاوتونه کيداى شي. روح هم داسې لکه د دونيا و انساني انگازو له وس نه بهرد کايناتو او هستۍ يو ډول نظام دى چې موږ زيات د هغه په هکله نه پوهېږو.

دلته دا خبره اړينه ده چې وويل شي. هغه څه – چې دا هنر پري تمرکز لري او يا د هغه موجود د رواني دونيا هېنداره گرځي – د انسانمانیزه او اروايي دونيا ده چې که له يوې خوا د انسان د دروني او قلبي غوښتنې د عکس العمل ډول دی او له بلې خوا د بهرنۍ دونيا اوچاپيريال د ناخوالو پر وړاندې غبرگون دی. دا سمه ده چې د انسان جسم او فيزيکي اندام د ژوند حامل او وړونکی دی؛ خو د روح اوروان دونيا د کارل گوستاويونگ د ويناوو له مخې ډېره ستره ده. د انسان تحت الشعور داسې سمندر ته ورته دى چې د پېړيو او نسلونو ديادونو او غورځو – پرځو اثار په کې خوندي دي. خو کله چې د انسان په باب خبرې کوو يا پښتون انسان په تېره پښتنه پېغله او مېرمن پهباب او د هغو د ارزوگانو، سويو اهونو په باب خبرې کوو؛ نو د دې هنر اصلي مالکه او يا هغه د چا خبره، الهه يې همدا پښتنه ده .پهداسې ېوه ټولنه کې چې د «سنت» او «تشدد »فرهنگ ته تقدس ورکول شوی او يا د «مقدس جهل» په توگه پېژندل شوى. د پښتنيميرمنې او پېغلې د زندۍ کولو لامل گرځي. نو هغه يو پټ مقاومت ته لاس اچوي. دا پټ مقاومت له هغه نه هم پياوړی دى چې د لنډيو پهريتم کې يې را څرگندوي.

د لنډيو په اړوند اړينه ده چې تر هر څه لومړی په بېلابېلو صنفونو ووېشل شي. د باسوادړ ويونكو لنډۍ، د نورو وگړو او د ښځو له خوا ويلشوې لنډۍ، په منطقي ډول د لنډيو اصلي نوع او ډول جلا شي؛ نو بيا هغه ټپې چې د كليوالو او محرومو او هم له سواده محرومو ښځو لهخوا ويل شوې دي؛ خپل ځاى لري. په دې لړ كې موږ په ټپو کې د ويونکي د تحت الشعور او د هغو د ځپل شويو غوښتنو اواز اورېدى شو. د پښتني ښځو محروم قشر پټ او ناخبرې (نا اگاهانه) اعتراض او بغاوت د لنډيو له محتواى نه رابهر کيږي. د انتحار او سندي تر سرخطلاندې لولو:

«د نارينتوب د قانون له مخې د خپل ځان وژل بې غيرتي ده. د اسلام دين يې هم جدا منع كوي. دا ځكه چې هېڅكله پښتون مسلماننارينه ځان نه وژني، مگر پښتنه ښځه ځان وژنه كوي او دا يوازې سنكتيا ډوله زهر خوري او يا سيند ته دانگي او په دې ډول د نارينه وو لهاصولو سره مخالفت څرگندوي. د دې نارضايت د ښودلو په زړه پورې بڼه سندره او په تېره بيا لنډۍ ده.»

په ټپو يا لنډيو کې د مينې، ننگ، مرگ او نورو مسايلو په باب يادونې کيږي. په دې شعري فورم کې ويونکي په فى البديهه توگه خپلاعتراض، بغاوت او سركشي جوتوي. په زړه پوري مثالونه يې هم راوړي. په دې اساس ټپه يا لنډۍ يو چوپ اعتراض دى. د يو سرغړاويسندره هم ده. د محروم انسان د تحت الشعور اواز هم دى، د هغه حرمان او نوستالژيك غږ هم دى او د ناوړه سننو پر وړاندې د ژوند په بيهغږ پورته كول هم دي.

 

غبرگونونه :

کله چې د پښتني ميرمنې د ټولنيز او فرهنگي ژوند فکر کوو؛ نو وينو چې په زياترو کليوالو سيمو کې لور او خور پيغله شي؛ له هغيپوښتنه نه کېږي چې له چا سره یې ژوند پيلېږي. مقابل لوری یې د يوې متاع په ډول، که د عمر له پلوه زيات توپير هم ولري خو د ډيروپيسو او ثروت په بدل کې يې خپلولی شي. سره له دي چې دسن توپير يې بيخي زيات او ځوانه نجلي بوډا اوسپين ږيري ته وديږي.

يا د دوو کورنيو په دوښمني کې نجلي په بدو کې ورکول کيږي. يا په ماشومتوب کې د يو چا په نامه کيږي. يا چې کله کونډه شي د ژونددروند پېټي بيا هم د هغې پر اوږو بار وي؛ پرته له دې چې پوښتنه ترې وشي يا خو به ليور ته په نکاح کيږي او يا به د يو ماشوم په نامهکښينول کيږي. د کونډتون په حالت کي تر کلونو پورې ان د سر ږمنځولو حق نه لري. د سينگار او رنگه جامو اغوستل خو څه کوې. دا يوڅو لنډ مثالونه وو. پښتنه ښځه په مجموع کې له دې ډول حالتونو سره مخامخ وي. ټول درد او کړاو د ښځې او پېغلې په روح او روانتېرېږي. هغه د څه ويلو حق او اجازه نه لري. خو کله ناکله چې وخت يې راشي يا په واده کې يا په ورا کي يا په يوه بله دستوره کي يا ان پهمړي کې د ستاينو يا مرثييو په توگه يو اواز را ووځي. پرته له دې چې هغې پرې فکر کړي وي؛ دا اواز دټپو په وجود کې په ناخبري توگه رابهر کيږي او سندره او هنر ترې جوړۍږي. دا ځکه چې هنر د انسان د هغه پټو مکنوناتو سره سرو کار لري. هنر د انسان د عاطفي اواحساس زيږنده ده، نه د تفکر او تعقل، نو کاملن دا د انسان د ناخبرې شعور اواز وي. د دې غبرگونونو يوه بېلگه د موزي خطاب دى.

موزي څه ته وايي:

د موزي کليمه د نه رضايت د څرگندولو لپاره په ټپه کې ډېره کارېږي. موزي يانې خسيس، يعني هغه څوک چې د مېړانې او غيرت متره نهلري. لنډه دا چې هغه څوک چې د مېرمنې په خوښه نه وي، د هغې د کردار او عمل موافق نه وي رواني او ذهني تړون ورسره ونه لري؛ نوپه همدې نوم يې يادوي. په ټپو کې دا کليمه زياته ياديږي.

څو لنډۍ:

موزي په مینه څه پوهېږي

په ګېډه یې موړ که تر سبا کوي خوبونه

ولې به نه ژاړم عالمه

چې زوړ سړى مې د پالنگ تمه كوينه

زما په برخه دې كمكى كړ

زه چې كمكى يار لويوم زړه به شمه

 

او يا دا چې له مېړه سره ژوند ورته هره شپه عذاب دى:

 

خاونده بيا دې ماخستن كړ

بيا مې په خوا كې موزيگى كوي خوبونه

خاونده بيا دې ماخستن كړ

چې ناراضي كټ ته مې رېږدي اندامونه

اوله موزيگي نه په سندره كې داسې انتقام اخلي:

راځه راځه كټ ته راخېژه

كه بازو مات شو موزيگى به يې جوړوينه

ستا په راتلو موزي قارېږي

زه به خولگۍ په دروازه كې دركومه

ياددښتونه :

Song s of Love ,Afghan women’s poetry,Love and War))1-

2- لنډۍ د سليمان لايق سريزه د علومو اکاديمي چاپ

3- امير حسين اريانپور٬ جامعه شناسي هنر

ولې به نه ژاړم عالمه، له کابل جان دباروتو بوي را ځينه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه