ويب ډيسک
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، دغه هېواد هر کال افغان واکمن ته له دوو تر دوه نیم میلیارده ډالرو د مرستې په توګه استوي او په خبره یې، د دې بدل کې باید افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې وسلې بېرته ورکړي.
ټرمپ ویلي: “د افغانستان سرپرست حکومت هر کال په خپلو پوځي پرېډونو کې زموږ پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي او دا ما غوسه کوي.”
د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تر دې وړاندې ویلي و چې افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې تجهیزات د اسلامي امارت پورې اړه لري او په خبره یې، د دوی په واک کې به وي.


