دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپښتو د زړه ژبه، د فکر نغمه

پښتو  د زړه ژبه، د فکر نغمه

لیکنه: صافي

پښتو یوازې یوه ژبه نه ده، بلکې دا د احساساتو، اهنګ او موسيقي ده، د فکرونو انځور دی، د تاریخ سندره ده. دا هغه ژبه ده چې د غرو د سرونو بادونه پکې زمزمه کېږي، د سیندونو څپې پکې غږېږي، او د پسرلي ګلونه پرې خندېږي. دا د پښتنو د زړه ژبه ده، دا هغه غږ دی چې له نسلونو راهیسې په خوږو اشعارو، ژورې فلسفې، او دردوونکي تاریخ کې انځور شوی.

“وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده،

زه به جنت ته د پښتو سره زم!”

(حمزه خان شينواری)

دا یوازې د یو شاعر خیال نه دی، دا د یو ملت د ازادۍ فریاد دی، د یو روح زخم دی، د یو تاریخ ترانه ده. ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده، ژبه د فکر رنګ، د احساس انعکاس، او د روح ترجماني ده. څوک چې خپله ژبه له لاسه ورکړي، هغه خپله هستي له لاسه ورکړه، او خپله مینه، خپل یادونه، خپل خوښي او غمونه به یې هېر شي.

که یوه مور خپل ماشوم ته د پردیو کلماتو په ژبه د مینې سندرې ووايي، ایا د هغه زوی به یې احساسات په هماغه شدت درک کړي؟ نه، ځکه چې مینه یوازې د مور په ژبه خوږه ښکاري، ځکه چې هغه د زړه سره تړلې ده. پښتو د مور ژبه ده، د مینې ژبه ده، د پښتو ژبه ده.

پښتو د شاعرۍ ژبه ده، د تصوف رنګ لري، د ازادۍ جذبه لري. د رحمان بابا عرفان، د خوشحال بابا د ازادۍ فکر، د حمزه بابا تصوف او روماني جذبه، او د غني خان د ټولنیزو بندیزونو، استبداد، او فکري تعصب خلاف یو هنري بغاوت. د هغه د “لیونتوب” فلسفه د ازاد فکر نغمه وه. هغه ویل دا ټول د پښتو د زړه تپشونه دي. که پښتو مړه شي، نو دا نغمې به څوک زمزمه کړي؟ دا خو د لمر په څېر یوه رڼا ده، چې که په تیارو کې بنده شي، نو د ټول پښتونولۍ روح به ورسره ساه ورکړي.

کله چې ماشومان په مورنۍ ژبه تعلیم واخلي، نو د دوی ذهنونه د خپلې خاورې بوی لري، د خپل تاریخ انځورونه پکې انځورېږي، د خپلې ژبې خوږلني نه یې د فکرونو رڼا جوړېږي. که دا ژبه له ښوونځي وایستل شي، نو دا خو به د یوې باغچې نه د اوبو پرې کول وي، دا خو به د ګلابونو وچول وي!

پښتو یوازې د شاعرانو د خیالونو وزرونه نه دي، دا د سیاست، واک، او قانون ژبه هم ده. که دا ژبه په تعلیمي نصاب کې نه وي، که دا ژبه په عدالتونو، ادارو، او حکومت کې نه وي، نو د دې ملت حقوق به څنګه خوندي شي؟

هغه ملتونه چې خپلې ژبې ته یې وده ورکړې، د دنیا واک یې اخیستی. جرمنيانو په خپله ژبه نړۍ ته فلسفه وړاندې کړه، فرانسویانو په خپله ژبه د تمدن او هنر سمبول شو، چینایان او جاپانیان په خپله ژبه د تکنالوژۍ آسمان ته وخوتل. که پښتو یوازې د شاعرانو او مینه‌والو ژبه پاتې شي، که پښتو یوازې د خوږو خبرو او نغمو ژبه پاتې شي، نو دا به یوازې د مینې د سندرو یو خوږ یادګار شي، نه د علم، واک، او پرمختګ ژبه.

باچا خان بابا وايي:

“کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قوم سپک شي، او کوم قوم نه چې خپله ژبه ورکه شي، هغه قوم ورک شي.”

دا خبره د تاریخ له زخمونو راوتلې ده، دا د ورکو شویو ملتونو آواز دی. ډېر ملتونه مړه شول، ځکه چې خپلې ژبې ته یې شا کړه. پښتانه چې د غیرت او ازادۍ خلک دي، څنګه به خپله ژبه یتیمه پرېږدي؟

که پښتو یوازې د کورونو ژبه پاتې شي، نو دا به ورو ورو یتیمه شي، تنها به شي، کمزورې به شي. راځئ چې دا ژبه د علم ژبه کړو، د حکومت ژبه کړو، د تکنالوژۍ ژبه کړو. پښتو باید یوازې د زړونو سندره نه وي، بلکې د تمدن، پرمختګ، او سوکاله راتلونکي، زېری او نغمه هم وي.

که غواړو چې پښتو ژوندۍ پاتې شي، نو راځئ چې پښتو ولیکو، پښتو ولولو، پښتو ووایو او پښتو تدریس کړو. پښتو د عدالت، واک، او حکومتي اسنادو برخه کړو. پښتو د علم، ساینس، او فلسفې ژبه کړو. دا یوازې یوه ژبه نه، بلکې د پښتنو د هویت، کلتور، او دودونو استازي ده.

پښتو د تاریخ نغمه ده، راځئ چې دا نغمه ژوندۍ وساتو!

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه