سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پېښور ستره محکمه: د افغانستان له موټرو په ناقانونه توګه د...

د پېښور ستره محکمه: د افغانستان له موټرو په ناقانونه توګه د پيیسو اخیستل باید ودرول شي

ويب ډيسک

د پیښور سترې محکمې د خیبر پښتونخوا حکومتي ادارو ته امر کړی چې له هغو موټرو چې افغانستان ته توکي لیږدوي او یا یې له هغه ځایه رالېږدوي، په ناقانونه توکو د پیسو له اخیستو ډډه وکړي.

 

د پاکستان رسنیو دوشنبه د سلواغې پر ۱۲مه، د دې محکمې په حواله راپور ورکړ چې د افغانستان سوداګریز موټرونه باید له کراچۍ تر تورخم پورې یوازې د دغه هېواد په رسمي پلټنځایونو کې وپلټل شي.

 

د دې محکمې یوه وکیل ویلي چې په دغو پلټنځایونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا په پراخه کچه د پیسو اخیستو د ټرانسپورت لګښت لوړ کړی او د موټر چلوونکو او عامو خلکو لپاره یې ډیرې ستونزې رامنځته کړې دي

 

د پېښور ستره محکمه دا پریکړه په داسې حال کې کوي چې افغان او پاکستاني سوداګرو په وار وار په سوداګریزو لارو کې په ناقانونه توګه ترې د پیسو له اخیستو شکایتونه کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه