دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيآریا او آریانا

آریا او آریانا

لیکوال: پوهاند دوکتور خلیل الله اورمړ

ژباړن: تمهید سیلانی

لومړي برخه

د څېړنې سرچینې

د اوستایي ۱۶ سیمو د هویت پېژندلو او د موقعیت تثبیتولو لپاره یوازینۍ اصلي سرچینه اوستا کتاب دی، په ځانګړې توګه وندیداد، یشتونه، بُندهش او د ساساني دورې پهلوي تفسیرونه. په دې متونو کې جغرافیایي نومونه (سیمې، استوګنځایونه، غرونه او سیندونه) په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ذکر شوي دي، چې موږ سره د دې ځایونو په پېژندلو او تثبیت کې مرسته کولی شي.د زرتشت د مذهبي فعالیتونو په اړه هم اوستا ځانګړې لارښوونې لري، په ځانګړي ډول د دینکرد (اووم کتاب، درېیم فصل، ۱۵مه فقره) او زادسپرم (۲۱ فصل، ۵مه فقره) کې، چې د نورو اوستایي برخو ترڅنګ د سیمو، غرونو او سیندونو د هویت او موقعیت په تثبیت کې ارزښتناک معلومات وړاندې کوي.

 

په اوستا کې د آریانای کبیر د ډېرو سیمو، استوګنځایونو، غرونو او سیندونو نومونه تقریباً پخپل اصلي بڼه پاتې دي. ځینې یې لا هم د اوسنیو نومونو سره ورته دي او ځینې یې د ژبنیو اصولو او تحولات له مخې بدل شوي دي، چې د علمي بیا رغونې امکان لري. د لرغونې دورې کلاسیکو مؤرخینو، په ځانګړي ډول د یونان او روم جغرافیه‌لیکوونکو، هم د دې جغرافیایي نومونو یادونه کړې ده. د دوی د هویت د لا ښه تثبیت لپاره، د ویدايي متونو(سنسکریټ) او لرغونې پارسي اسنادو ته مراجعه ممکنه او اړینه ده.خو که دا علمي اصول او سرچینې له پامه وغورځول شي او یوازې پر اټکلونو تکیه وشي، نو دا به زموږ د تحقیق لوری بدل کړي او له اصلي مسیر څخه به مو منحرف کړي.

 

د “آریا” Āryā کلمه په اوستا کې ayria / airya، په لرغونې پارسي کېariya او په سنسکریټ کې arya په بڼه ذکر شوې ده. دا قومونه، چې د اندو-اروپایي تمدن برخه وه، د “آریک” یا “اندو-آریاني” په نوم یادېدل. دوی په لرغونې زمانه کې په ګډه اوسېدل، خو وروسته په دوو لویو ډلو ووېشل شول؛ یوه ډله هند ته لاړه او بله ډوله آریانا ته راغله. پوهانو د “آریایي” اصطلاح نه یوازې د دغو قومونو لپاره، بلکې د هغو ټولو ژبو لپاره هم کارولې ده، چې د اندو-اروپایي یا اندو-جرمانیک/ګرمانیک ژبو په نوم یادېږي. همدارنګه، “آریایان” هغه خلک ګڼل شوي دي چې په دغو ژبو یې خبرې کولې. اما په وروستیو کې، له پراخو او هر اړخیزو علمي څېړنو وروسته، پوهان دې نتیجې ته رسېدلي دي چې آریایان (Āryans) د اندو-اروپایي ژبو د ختیځې څانګې برخه و او د آریک (Āric) یا اندو-آریاني ژبو ویونکي ول. نن ورځ، د “آریا” اصطلاح زیاتره د اندو-آریاني قومونو لپاره کارول کېږي او د دې قومونو ژبې “آریک” بلل کېږي.

 

د “آریا” کلمې وجه تسمیه

د “آریا” (arya) کلمه د اندو-اروپایي کلمې ريښه لري او له “aryo” څخه اخیستل شوې ده، چې خپله د *”ar-” (√ar) فعلي ریښې څخه رغېدلې ده. دا ریښه د اندو-اروپایي ژبو په لرغوني سیستم کې د محترم، مکرم، معتمد، مومن او وفادار په معنا کارول شوې ده.د دې کلمې “-ya”روستاړی، چې د اندو-اروپایي “yo-” نه اخېستل شوی دی، په عمومي ډول د صفت یا اسم جوړونې لپاره کارول کېده. شواهد ښيي چې دا روستاړی د “arya” کلمې په جوړښت کې د صفت‌جوړونکي رول لري، یعني دا یو صفت دی چې د نوم ځای یې نیولی او اتنیکي مفهوم لري او د آرین، آریایي یا آری معنا افاده کوي. هېره دې نه وي چې یاده کلمه په مختلفو لرغونو متونو کې، په داسې بڼو راغلې ده:

اوستایيمتونو کې : Airya

لرغونې فارسي متونو کې: Ariya

سنسکریټ متونو کې: Arya

 

د “آریا” کلمه په ویدا سنسکریټ کې د محترم، مکرم، معتمد، مومن او وفادار په معنا کارول شوې ده. همداراز، د آریا ورته د اوسېدونکو لپاره “Ārya Varta” اصطلاح کارول کېده. په لرغونو آریاني ژبو کې، په ځانګړي ډول اوستا کې، یاده کلمه د لاندې ترکیبونو په بڼه راغلې ده:

په اوستا، په ځانګړې توګه د وندیداد په لومړي فرګرد کې، ایریانیم ویجو OjEaW mvnayria (Airyanəm vaēǰō) یعنې د آریاني نسل او تخم ځمکه یاده شوې ده. دا د اهورامزدا لومړنی غوره شوی ټاټوبی ګڼل کېږي. ایریانیم ویجو د آریایانو لومړنی استوګنځای او د زرتشت زېږنځای ګڼل کېږي. دا اصطلاح د ټولې آریانا سیمې لپاره نه، بلکې یوازې د هغه ځانګړي ځای لپاره کارول کېده، کوم چې آریایان په لومړي ځل پکې مېشت شول او وروسته یې له هماغه ځایه نورو سیمو ته پراختیا وموندله. د هند آریایانو لومړنی استوګنځای په ریګ ویدا (۱۷۰۰ تا ۱۰۰۰ ق.م) کې “آریاوَرتَه” (Āryāvarta) یاد شوی دی، دا په داسې حال کې ده چې د آریانا آریایانو لپاره دا ځای د اوستا (۱۴۰۰ ق.م) په متونو کې د ” ایریانیم ویجو” (Airyanəm Vaēǰō) په نوم ثبت شوی دی. په پهلوي متونو (د میلادي لومړیو پېړیو) کې، دا اصطلاح ” اَیرَانَ وَ یَچَ” (Ayrānə Vayčah) په بڼه ثبت شوې ده.

 

د آریانا ویجه د کلمې وجه تسمیه

ایریانیم ویجو (Airyanəm Vaēǰō) – د آریایانو اصلي ټاټوبی

ایریانیم ویجو یو مرکب نوم دی، چې له “ایریانیم” (Airyanəm) او “ویجو” (Vaēǰō) څخه جوړ شوی دی.

✅ لومړۍ برخه – “ایریانیم” د “آریاني” معنا لري، چې مفاهیم یې نجیب، شریف، عالي رتبه، ازاد، مومن، رښتینی، زړور او ارزښتناک دي.

✅ دویمه برخه – “ویجه” د زیږنځای، منشأ او د آریایانو اصلي ټاټوبي په معنا ده. دا کلمه په معاصرو آریایي ژبو کې پاتې نه ده، خو د سنسکریټ په متونو کې د ورته اصطلاحاتو شواهد شته، لکه “بیجه” (bīja) یا “ویجه” (vīja)، چې د تخم معنا لري. د دې یو مثال “بیجه پورا” (bīja pura) دی، چې د ” انارو” په معنا ده، خو لفظي معنا یې “د تخمونو ډک ځای” دی.له همدې امله، “ایریانیم ویجو” د لغوي مفهوم له مخې “د آریاني نسل او تخم ځمکه” ګڼل کېږي.ختیځ‌پوهان دا اصطلاح اکثره د “د آریاني نسل” په معنا کاروي، خو د اصلي مفهوم له مخې، “ایرینه ویجه” هغه ځای ته ویل شوي دي، چېرې چې آریایان د لومړي ځل لپاره مېشت شول او د دوی تمدن له هماغه ځایه پیل شو.”

 

د “آریانا” کلمه، چې په یوناني ژبه کې “آریانه” او په لاتیني کې “آریانا” لیکل شوې ده، د *لرغوني آریاني اصطلاح “آریانا” (Āryana) څخه اخیستل شوې ده. په اوستا کې دا کلمه د “ایرییانا” (-Airiiana) په بڼه ذکر شوېده، په ځانګړي ډول د ایریانیم ویجو (Airiianəm vaēǰō) په ترکیب کې، چې د آریایانو اصلي ټاټوبی ګڼل کېږي. د لرغونپوهانو په آند، د ایریانیم ویجو جغرافیایي موقعیت د پامیر، هندوکش یا شاوخوا سیمو ته منسوبېږي. د وندیداد د لومړي فرګرد پر بنسټ، دې سیمې د سُغد، مرو، نیسایه او نورو لرغونو سیمو ته نږدې موقعیت درلود، ځکه چې د اوستا په متن کې دا نومونه د ایریانیم ویجو وروسته ذکر شوي دي، چې ښایيي دا سیمې له یوبل سره جغرافیایي اړیکه درلوده.

 

په شاهنامه کې د “ایران”، “ایرانشهر” او “ایران‌زمین” کلمې ذکر شوي دي او د اسلامي دور په تاریخي سرچینو کې دا نومونه “آریان”، “آرین”، “آریانی”، “آریایی” او “آری” بڼو لیکل شوي دي. دا نومونه، پرته له ترکیبي عناصرو، د √ar- له ریښې څخه اخیستل شوي دي، چې معنا یې “نجیب، شریف…” ده. د جوړښت ترکیب: ar-√ (نجیب، شریف) + -ya (ماده‌ساز ضمیمه) + -nəm (د جمعې اضاقي حالت روستاړی) → Āryānəm → Āryānā (آریانا). له همدې ترکیبه Ar + ya + nəm د ژبني تکامل له مخې “آریانا” ته وده ورکړې.

فونیټیک او ژباړه – وندیداد، فرگرد لومړی، بند ۱-۳

 

mraot ahurō mazdå spitamāi zaraϑuStrāi, azem daδãm spitama zaraϑuStra asō rāmō- dāitīm nōit kudat Cāitīm, ýeidhi-zî azem nôit daiδyãm spitama zaraϑuStra asō rāmō-dāitīm nōit kudat Cāitīm vīspō anghuS astvå airyanem vaējō frāshnvāt

1. اهورامزدا له اسپنتمان زرتشت سره خبرې وکړې او داسې یې وویل:”ما هره سیمه داسې پیدا کړې ده، چې هغو خلکو ته ښکلې ښکاري، که څه هم ښایي چندانې آرامه نه وي. که ما هره سیمه داسې نه وای پیدا کړې، نو ټول خلک به اَیرییانَه وَئِجو [د سیر دریا او آمودریا ترمنځ سیمه] ته ورمات شوي وای.”

 

paoirīm asanghãmča Cōiϑranãmča vahiStem frāϑweresem azem ýō ahurō mazdå airyanem vaējō vanghuyå dāityayå. āat ahe paityārem frākereñtat angrō mainyuS pouru-mahrkō azhimca ýim raoiδitem zyãmča daēvō-dātem,

2. لومړنۍ ځمکه او ښه هېواد چې ما، اهورامزدا، پیدا کړ، ایرییانه وَئِجو (Airyana Vaējah) و، چې د سیر دریا او آمودریا ترمنځ سیمه ګڼل کېږي. دا د ونگوهی دایتیا (هغه اسطوره‌یي سیند، چې احتمالاً آمو دریا ګڼل شوی) پر غاړه و. خو وروسته، انگره‌مَینیوی، چې ټول وجود یې مرګ و، د شر له مخې د دایتیا سیند په اوبو کې یو ښامار پیدا کړ او د دیوانو پیدا شوی سخت ژمی یې پر نړۍ واکمن کړ.

 

dasa avaϑra månghō zayana dva hãmina taēča heñti sareta āpō sareta zemō sareta urvarayå aδa zimahe maiδim aδa zimahe zareδaêm aδa zyåsčit pairi-pataiti aδa fraēStem vōikhnanãm.

3. هلته لس میاشتې ژمی وي او یوازې دوه میاشتې اوړی. خو په هماغه دوه میاشتو کې هم هوا د اوبو، خاورې او ونو لپاره سړه وي. ژمی له بدترینو بلاوو سره هلته راکوزیږي. لکه څنګه چې ښکاري، د ایرییانه وَئِجو د پېژندنې او د موقعیت د تثبیت لپاره، چې د آریایانو لومړنی لرغونی استوګنځای و، د وندیداد د لومړي فصل په ۱-۲ فقره کې داسې یادونه شوې ده:

“لومړی ځای او کلی چې ما، اهورا مزدا، تر ټولو غوره پیدا کړ، “ایریانیم ویجو” و.

 

دا ځای د وانګهو دایتیا (vanghuyå dāityayå) یا دایتی نیک سیند پر غاړه پروت و. خو وروسته هلته اهریمن، چې ډېر زیان رسوونکی و، چې سور چیچونکی مار او سخت ژمی یي رامنځته کړ.په دغه سیمه کې ژمی لس میاشتې دوام کوي او یوازې دوه میاشتې یې اوړی وي، چې هغه هم یخني لري. دا یخني د اوبو، خاورې او بوټو لپاره زیاته زیانمنه ده. دلته د ژمي مرکز او زړه دی.کله چې ژمی پای ته ورسېږي، نو هلته به ډېر سېلابونه جاري شي. یعنې، “ایریانیم ویجو” باید داسې ځای وي، چې ټول کال پکې واوره اوري، سخت یخ وي او د کرکېلې امکانات نه وي.د دې ځانګړنو له مخې، دا سیمه د هندوکوه (هندوکش) د یخچالونو په منځ کې تثبیتېدای شي.

 

له دې څخه داسې ښکاري چې د “ایریانیم ویجو” (Airyanəm vaēǰō) موقعیت باید د “دایتی نیک” (چې هماغه آمو سیند ګڼل شوی) په سیمه کې وی، چې دا سیمه د “سردریا” (سیحون) او “آمو دریا” (جیحون) ترمنځ موقعیت لري.

بلکې ممکنه ده چې دا سیمه د آمو سیند دواړو غاړو ته غځېدلې وه او د پامیر، هندوکش او بابا غرونو له جغرافیې څخه جلا نه وه.

-په “مهریشت” کې، په ۱۳-۱۴ برخو کې مرو، هرات، سُغد او خوارزم د “آریوشیانه” (airyō.šayana) په نوم یاد شوي دي، چې معنا یې “د آریایانو استوګنځی” یا “د آریایانو کور” ده.

 

-په فرورډین یشت (۳۱مه برخه) کې د “آیریاوه” (airyava awayria) نوم یاد شوی، چې لفظاً یې معنا “د آریایانو مرسته کوونکی” ده. همداراز، د “منوش چتهره” (manuš-čiQra) نوم د یوې آریایې کورنۍ په توګه ذکر شوی دی.

 

-د “آریا” کلمه د “خشاثره” (xšaθra) سره یوځای شوې ده، چې د حکومت، دولت یا مملکت په معنا ده، او “آریانیم خشاثره” (airyānam xšāθra) د “د آریایانو مسکن او ښار” په معنا کارول شوې ده، چې وروسته په پهلوي ژبه کې “اِران‌شَهر” (Eran Shahr) ته واوښته.

 

-د “آریا” او “دهیو” (dahyu) ترکیب هم شته، چې “ده او کلي” ته اشاره کوي، لکه “آریانیم دهیونم” (aryanām dahyunam) چې د “د آریایانو د استوګنې ځای یا کلي” په معنا ده.

 

-همداراز، د “خوارینو” (xvarəno) له کلمې سره ترکیب لري، چې مانا یې “فرهمند، سرشناس یا لوړمقامه” ده. له دې امله “آریانیم خوارینو” (aryānəm xvarəno) د “د آریایانو فر او عظمت” ته اشاره کوي.

 

-د “آریا” اصطلاح د هخامنشي دورې پښتو لیکنو (کتیبو) کې هم لیدل کېږي.

– داریوش په شپږمه پېړۍ ق.م کې، په نقش رستم کتیبه کې خپل هویت داسې معرفي کوي:

Adam dārayavahuš xšāyaθiya vazraka xšayaθiya xšāyaθiyānām…vištaspa

hyā puθra haxāmanišiya parsa parsahyā puθra ariya ariyačiθra.

“زه، داریوش، لوی پاچا، د پاچاهانو پاچا، د هخامنشي ویشتاسپ زوی، د فارس او د فارس له ټبره، آریایی او د آریایې نژاد یم.” د یوناني مؤرخینو په لیکنو کې، د “آریا” او “آریایي” کلمو په اړه خبرې شوې دي او د “آریا” او “آریایي” په یادونو کې، د “آریانا” په تړاو د ګڼو نامتو شخصیتونو نومونه راځي، چې له “آریا” کلمې سره یوځای شوي دي. له هغو څخه ځينې په لاندې توګه دي:

 

-په یوناني کې آریا بازوس (airabazos)، په آریاني کې آریا بازو (arya bazu) → یعني هغه څوک چې د آریایانو د بازو (ځواک) لرونکی وي.

-په یوناني کې آریا زاتوس (aria zatos)، په آریاني کې آریا زنتو (arya zantu) → د مادانو د یوې قبیلې نوم.

-په یوناني کې aria sai، په آریاني کې آریا اسپه (arya aspa) → (د آریایانو آس لرونکی)، د هغې قبیلې نوم چې د هېلمند سیند دواړو غاړو ته مېشته وه.

-په یوناني کې arikai، په آریاني کې آریکه (aryaka) → (آریایان)، هغه ښاري قومونه چې د سیحون (سیردریا) پر غاړه اوسېدل.

-په یوناني کې آریا پیسوس (arya piasus)، په آریاني کې آریا پیسه (arya paisa) → (په آریایې جامو او زیوراتو سمبال).

په پښتو کې “پَسول” د “آرایش” معنا لري، او “پسولل” د “سینګار کول” معنا لري.

-د “آریان” (Āryan) نوم په آسي (آستي) ژبه کې “آلان” (Ālān) ته بدل شوی، چې دا هماغه اوستي-آلان قوم دی. په یوناني ژبه کې دا نومαλανοί لیکل شوی و.

-ټولې کلمې لکه آریا (Āryā)، آرین (Āryan)، آریانا (Āryānā)، آریاني (Āryāni)، آریو (Āryo)، آری (Āryi) او آلان (Ālān) د یوه واحدې ریښې څخه اخیستل شوي دي، چې له یوې فرضي ژبې “آریک” (Āric) څخه یې انشقاق موندلی دی. د “آریک” (Āric) یا “آری” (Āryi) کلمه خپله د √ar- فعل له ریښې څخه اخیستل شوې ده، چې معنا یې “نجیب”ده او ورسره “-ya” روستاړی اضافه شوی دی.

 

د “آریا” لغوي پرمختګ په مختلفو ژبو کې، له اوستایيAiryaاو سنسکریت Aryaڅخه پیل شوی، په لرغونې فارسي کې Ariya، په یوناني کې Arioi، په باختري (کتیبه رباطک) کې Ārio، په منځنۍ فارسي کې Ērān، او بالاخره په معاصره فارسي کې Īrān او Īrāni ته بدل شوی دی، چې دا اصطلاح د آریایانو د هویت، نجابت، او کلتوري تسلسل یوه مهمه نښه ګڼل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه