عمران خان یې په زندان کې له اساسي حقونو او اسانتیاوو بې برخې کړی دی.

0
588

ويب ډيسک

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مطبوعاتي ټيم د یاد هېواد حکومت تورن کړی، چې عمران خان یې په زندان کې له اساسي حقونو او اسانتیاوو بې برخې کړی دی.

 

پاکستاني رسنیو د تحریک انصاف د مطبوعاتو ټیم له قوله خبر ورکړی، چې په زندان کې د عمران خان روغتيايي وضعیت ښه نه دی او اجازه نه ورکول کېږي، چې د خپلې خوښې ډاکټران یې معاینه کړي.

 

وقاص اکرم ویلي، چې عمران خان ته د ټولو اسانتیاوو نه ورکول د دې لپاره یوه طرحه ده چې هغه په فزیکي او ذهني ډول مات کړي.

 

نوموړي په زندان کې د عمران خان د شکر او زړه ناروغۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

 

د تحریک انصاف ګوند مطبوعاتي ټیم داسې مهال په زندان کې د عمران خان په روغتیايي حالت اندېښنه ښيي چې تېره اوونۍ د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له حکومت وغوښتل، چې عمران خان خوشې کړي، که نه سقوط به شي.

 

راپور د تحریک انصاف ګوند له قوله زیاته کړې، چې د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې عمران خان، د هغه مېرمن او د دغه ګوند نور مشران خوشې کړي.

 

عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي تېره میاشت د پاکستان یوې محکمې په القادر ټرسټ قضیه کې په ۱۴ او اوو کالو بند محکوم کړل.

 

که څه زلمي خلیلزاد یو ځل مخکې هم د ولسمشر ټرمپ له لوړې کولو وړاندې د پاکستان حکومت ته د هغه د خوشې کولو سپارښتنه کړې وه، خو لا هم په زندان کې دی.