دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې ميليونونه خلک په...

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې ميليونونه خلک په «ناوړه» بشري وضعيت کې دي.

ويب ډيسک

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې ميليونونه خلک په «ناوړه» بشري وضعيت کې دي.

دې کمېټې پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، د ژمي په دې سړه هوا کې په هېواد کې ډیری کورنۍ د خپلو کورونو په ګرمولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغې کمېټې په وینا اوس په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نلري.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې اټکل کړی، چې په روان ژمي کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه