ويب ډيسک
د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په درېم ځل تکرار کړې، افغانستان سره د شخړو هوارولو دپاره راتلونکو دوو اونیو کې د پښتونخوا حکومت یو پلاوی افغانستان ته استوي، او د دواړو هېوادونو ترمنځه د مسلو حل لارې به ولټوي.
ښاغلي ګنډاپور له دې وړاندې د تېر کال دسمبر په مياشت کې ويلي وو، مرکزي حکومت ورته ويلي چې د افغانستان سره خبرې وکړي او له دغې وړاندې نوموړي د ستمبر په مياشت کې ويلي وو، د صوبې په حېث افغانستان ته پلاوی لېږم.
د ګنډاپور لومړۍ څرګندونې ته په غبرګون کې د دفاع وزير خواجه اصف ويلي وو، د خېبرپښتونخوا صوبې د افغانستان سره د مذاکراتو خبره په “فېډرېش، مرکز باندې نېغه حمله ده”.
د علي امين ګنډاپور يادو دعوو تراوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.


