سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد فکري اختلافاتو نه زغم او د اسلامي تمدن زوال!

د فکري اختلافاتو نه زغم او د اسلامي تمدن زوال!

 

لیکنه: مقتصد

 

په تاریخ کې د ستر اسلامي پوهانو او علماوو وژنه او ځورونه د اسلامي حکومتونو او خلافتونو یوه لویه غمیزه بلل کېږي. دا یو حقیقت دی چې ډېر لوی او ستر علمي شخصیتونه، چې د اسلامي نړۍ لپاره د فکري او علمي ودې بېساري سرچینې وې، د وخت د مسلمانانو حکومتونو په لاس د ناوړه چلند، شکنجې او وژنې سره مخ شوي دي. دا عملونه نه یوازې د اسلام او د علمي پرمختګ د لارې خنډ شول، بلکې د اسلامي ټولنو د زوال او سقوط یو له مهمو لاملونو څخه هم وګرځېدل.

 

په اسلامي تاریخ کې د هغو علماوو نومونه په ډېره ویاړ سره یادېږي چې د خپلو عقایدو او نظرياتو د بیان په لاره کې یې له سختو ستونزو او ظالمانه چلندونو سره مخامخ شول. امام حسین، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسی، په کربلا کې د ظلم په مقابل کې د خپلې کورنۍ او خپلو ملګرو سره شهید کړای شو. د هغه یوازینی جرم دا و چې د یزید استبدادي حکومت ته یې تسلیمېدل ونه منل او د حق لپاره یې د مبارزې لار غوره کړه. د عبدالله بن زبیر د وژنې او ځوړند کولو پېښه د وخت د اموي حکومت د بې رحمۍ یوه بله بېلګه ده چې یوازې یې د سیاسي واک په لټه کې د یوه ستر شخصیت سر پرې کړ.

 

د فکري او مذهبي اختلافاتو زغم نه درلودل د دې پېښو بنسټیز لامل و. اسلامي خلافتونو او حکومتونو چې واک ته رسېدل، ډېر ژر یې د واک د ټینګولو لپاره د دین له تعبیراتو سره لاس وهنې پيل کړې. هغوی چې له دې رسمي تعبیراتو سره مخالف ول، د “بدعت” او “ګمراهۍ” په نوم تورن شول او په ظالمانه توګه ووژل شول یا شکنجه شول.

 

امام ابوحنيفه، چې د اسلامي فقهې ستر عالم و، د عباسي حکومت په زندان کې شهید کړای شو. د هغه خپلواکه او پر اصولو ولاړه نظریه، چې د حکومت په ګټه نه وه، د هغه د وژنې لامل شوه. امام شافعي هم په همدې ډول د حکومت د ظلم او وهلو له امله مړ شو. امام طبري، امام بخاري، امام نسايي، او نور ډېر ستر عالمان او پوهان، چې په اسلامي تاریخ کې د علم او معرفت برجسته ستوري بلل کېږي، د همدې سیاسي او مذهبي اختلافاتو قرباني شول.

 

دا ټول ظلمونه په داسې وخت کې ترسره شول چې اسلامي حکومتونه د علم او تمدن د خپرېدو ادعاوې کولې، خو په حقیقت کې یې هر هغه څوک چې له هغوی سره نظریاتي مخالفت درلود، په نښه کړ. دا یو فکري او مذهبي استبداد و چې د اسلامي ټولنې دننه د یوې لویې ویرې او بې باورۍ فضاء رامنځته کړه. علما او پوهان چې باید د ټولنې د فکري ودې لپاره کار کړی وای، د حکومتونو د ظلم ښکار شول، او د دوی علمي او فکري فعالیتونه په دې توګه محدود شول.

 

د اسلامي تاریخ دا تراژیدي موږ ته څرګندوي چې د فکري ازادۍ نه زغم او د علمي توپیرونو له منځه وړل د هرې ټولنې د زوال لامل ګرځي. اسلامي حکومتونه چې باید د علم او پوهې مرکزونه وای، په فکري او نظریاتي اختلافاتو کې دومره سخت شول چې په پای کې یې خپل تمدن او علمي پرمختګ ته زیان ورساوه. دا د تاریخ یو تريخ سبق دی چې زور او ظلم هېڅکله د یوې ټولنې د علمي او فکري پرمختګ لامل نه شي کېدای، بلکې دا ډول کړنې په حقیقت کې د ټولنې د زوال او کمزورۍ اصلي لاملونه ګرځي.

 

پایله دا ده چې اسلامي نړۍ، چې کله د زغم او فکري ازادۍ پر اصولو ولاړه وه، د علم، تمدن او پرمختګ په برخه کې تر نورو مخکې وه. خو کله چې فکري سخت دریځۍ او سیاسي استبداد ځای ونیو، دا ټولنې د زوال او نړېدو په لور روانې شوې. تاریخ باید موږ ته دا درس راکړي چې د علمي او نظریاتي توپیرونو درناوی او زغم د هرې ټولنې د پرمختګ او بقا لپاره اړین دی.

 

په اوسني وخت کې د طالبانو لخوا د علماوو وژنه او په پاکستان کې د علماوو پر وړاندې د کفر فتواوې، د هغې تاریکې لړۍ تسلسل دی چې تاريخ يي شاهدي ورکوي. دا لړۍ په اسلامي نړۍ کې د فکري او مذهبي اختلافاتو د نه زغملو پایله ده، چې تل یې د لویو علمي شخصیتونو او مذهبي مشرانو لپاره مرګوني پایلې درلودلې.

 

کله چې په یوه ټولنه کې د فکر ازادي او نظریاتي تنوع ته ځای نه ورکول کېږي، نو پایله یې د علماوو پر وړاندې فزیکي بریدونه، فتوې او ځورونې دي. طالبان چې ځانونه د اسلامي اصولو ساتونکي بولي، په اصل کې د هغو عالمانو پر ضد دي چې د دوی د سخت دریځه تفسیرونو سره موافق نه وي. په همدې توګه، په پاکستان کې د مذهبي افراطیت ډلې هم د خپلو سیاسي یا مذهبي موخو لپاره د کفر فتواوې صادروي، چې دا ډول کړنې علما، مشران او دیني پوهان له خطر سره مخامخ کوي او دا تسلسل په اصل کې نن هم هغه تاریخ تکراروي چې په کې د اختلاف او زغم نه شتون د فکري سخت دریځۍ او مذهبي استبداد پایله وه. په اوسني وخت کې، دا کړنې نه یوازې د اسلام علمي او مذهبي ودې ته زیان رسوي، بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې وېره او بې ثباتي هم خپروي، چې په نتیجه کې يي د اسلامي تمدن پر مختګ ته جدي زیان اړوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه