سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان دفاع وزارت وايي، له پاکستانه یې غچ اخیستی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له پاکستانه یې غچ اخیستی

ويب ډيسک

 

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د فرضي ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د «شرایطو او د هغوی د ملاتړو پر مرکزونو او پټنځایونو» بریدونه کړي دي.

 

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، «د فرضي کرښې په اوږدو کې د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو له مرکزونو او پټنځایونو څخه چې له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیم شوي وو، د هېواد په جنوب ختیځ کې د مقاومت د غچ په موخه بریدونه شوي دي.»

 

د افغانستان په پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د سه شنبې په ورځ د پاکستان په هوايي بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه