دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد ناسا پارکر سولر پروب؛ د لمر اورونو ته نږدې تاریخي سفر

د ناسا پارکر سولر پروب؛ د لمر اورونو ته نږدې تاریخي سفر

څیړنه؛ له ټولنیزو رسنیو څخه

د ناسا ساینسپوهانو د جمعې ورځې (ډسمبر ۲۷) سهار په پنځو بجو له پارکر سولر پروب څخه سیګنال ترلاسه کړ. دا بېړۍ تېرو څو ورځو کې لمر ته نژدې کېدله او له ځمکې سره اړیکه نه وه نیولې.

ناسا وویل چې پارکر سولر پروب ۳.۸ میلیونه مایله (۶.۱ میلیونه کیلومتره) د لمر له سطحې لرې شوه او لا هم خوندي ده او نورمال فعالیت کوي.

پروب د ډسمبر ۲۴مه د کرېسمس په ماښام زموږ د ستوري له بهرنۍ فضا تېره شوه. دې بېړۍ شدیده تودوخه او د لمر زیاتې وړانګې وزغملې، څو انسان د لمر فعالیت په ښه ډول درک کړي.

ناسا د دې سیګنال په تمه وه او اټکل کېده چې د ډسمبر ۲۸مه به ترلاسه شي.

ناسا وايي، دغه فضایي بېړۍ د ساعت په ۶۹۲ زره کیلومتره سرعت حرکت کاوه او ۱۴۰۰ درجې سانتي ګراد تودوخه یې زغملې وه.

دا ماموریت د لمر له سطحې ځینې ځانګړې اندازه ګیرۍ ترسره کوي چې ساینسپوهانو ته په دې پوهېدو کې مرسته کوي چې ولې د لمر مواد دومره زیاتې تودوخې ته رسېږي او د لمریز باد سرچینه څه ده.

ناسا کې د ساینس مشرې ډاکټر نیکولا فاکس وویل: “له پېړیو راهیسې انسانانو د لمر مطالعه کړې، خو د دې فضا تجربه یواځې هغه وخت ممکنه ده چې خپله ورننوځو او وڅېړو.”

د پارکر سولر پروب ماموریت په ۲۰۱۸ کال کې پیل شو. دا تر دې دمه ۲۱ ځله له لمر تېره شوې ده، خو د ډسمبر ۲۴مه تاریخي وه.

په دې نژدې لیدنه کې بېړۍ د لمر له سطحې ۳.۸ میلیونه مایله لرې وه. د ناسا ډاکټر نیکولا فاکس وویل، “که د ځمکې او لمر واټن یو متر وګڼو، پارکر سولر پروب یوازې څلور سانتي متره فاصله لري.”

دې بېړۍ ۱۴۰۰ درجې سانتي ګراد تودوخه وزغملې او د دې لپاره یې ځانګړی ۱۱.۵ سانتي متره کاربون پوښ درلود چې په چټکۍ سره د لمر له فضا ننوځي او ووځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه