ويب ډيسک
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د فرضي ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د «شرایطو او د هغوی د ملاتړو پر مرکزونو او پټنځایونو» بریدونه کړي دي.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، «د فرضي کرښې په اوږدو کې د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو له مرکزونو او پټنځایونو څخه چې له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیم شوي وو، د هېواد په جنوب ختیځ کې د مقاومت د غچ په موخه بریدونه شوي دي.»
د افغانستان په پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د سه شنبې په ورځ د پاکستان په هوايي بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.


