دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهباجوړ په سالارزو سیمه کې له مخالفو وسله والو سره د پاکستاني...

باجوړ په سالارزو سیمه کې له مخالفو وسله والو سره د پاکستاني ځواکونو په نښته کې ۲ سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

ويب ډيسک

د پاکستان په خیبر پښتونخوا باجوړ په سالارزو سیمه کې له مخالفو وسله والو سره د پاکستاني ځواکونو په نښته کې ۲ سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي نښته هغه وخت رامنځته شوی چې د دوی ځواکونه سیمې ته د عملیاتو لپاره تللي او وسله وال مقاومت سره مخ شوي دي.

د معلوماتو له مخې په نښته کې د پاکستان د پوځ یو مېجر هم ټپي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې هم د یوه وسله وال برید پر مهال د پاکستان د پوځ یو مېجر وژل شوی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه