ويب ډيسک
د پاکستان پوځ یو ځل بیا ادعا کړې، چې په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو ریښې په افغانستان کې دي او پاکستان به د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، پاکستان په پرله پسې ډول په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هڅې کوي، خو له دې هڅو سره سره د افغانستان له خاورې څخه رامنځته شوي ترهګریز فعالیتونه د پاکستان لپاره ګواښ دی.
چوهدري وویل، “افغانستان زموږ ورور، ګاونډی او اسلامي هیواد دی او موږ د هغې حاکمیت ته پوره درناوی کوو، خو موږ غواړو چې تروریستانو ته د پاکستان په پرتله ترجیح ورنکړي.” دپوځ سرلښکر وئيلي دي چې دپاکستان دژوند تحفظ دافغانستان څخه زيات مهم دى. که د بې ګناه پاکستانیانو په وینو رنګ شوي لاسونه د پولې په اوږدو کې ملاتړ او پیاوړي شي، اوسنی وضعیت نور د منلو وړ نه دی.»
د پوځ ویاند وویل، له ستونزو او اعتراضونو سره سره، پاکستان تر ۸۰۰۰۰۰ ډېر غیر قانوني افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.


