دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد وسلوال یرغل او د ولسمشر حفیظ...

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد وسلوال یرغل او د ولسمشر حفیظ الله امین د شهادت ۴۵ تلین

لیکنه: غلام حضرت احساس

کال ۱۳۵۸ د جدي پر ۶ د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو پر افغانستان وسلوال یرغل وکړ او د هېواد ولسمشر حفیظ الله امین یې د خپلو دوه زامنو سره په ډیرې بې رحمۍ سره شهید او پر ځای یې د ببرک کارمل او نجیب الله په مشرۍ خپل روزل شوي لاسپوڅې او ګوډاګیان واک ته ورسول . دا پېښه نه یوازې د افغانستان په تاریخ بلکې د نړۍ په سیاسي تاریخ کې هم یوه لویه ننګونه ګڼل کېږي ځکه چې د شوروي اتحاد دا غیرقانوني او غیرانساني یرغل د نړیوالو قوانینو سره ښکاره سرغړونه وه چې له ځانه سره ژورې ستراتیژیکې موخې لرلې .

دا د نړیوال استعمار یو منل شوی دود او فورمول دی چې د خپلو استعماري موخو ته د رسیدو او د نورو ملکونو لاندې کولو په موخه دننه په هغو ملکونو کې د افرادو په روزلو او استخدام کې پانګونه کوي تر څو دوی وشي کولای په ډاډه زړه او کامل اطمینان سره د یو شمیر سیاسي بدلونونو او اوښتنو د لارې هغه ملکونه یا د خپل جغرافیې سره ضمیمه او یا هماغه جغرافیه د خپلو حدودواتو له مخې په سیاسي ، اقتصادي ، اجتماعي او فرهنګي لحاظ ځان پورې تړلې او وابسته کړي واکمنان یې هم د دوی لخوا ټاکل کیږي او د دوی تابع دار او ګوش په فرمان وي له همدې امله د افغانستان خلق دموکراتیک ګوند څخه د پرچم په نوم جلا شوې ډلې چې مشري یې ببرک کارمل او نجیب الله کوله او خلق ګوند کې نورمحمد تره کی ته نژدې او مشرتابه غړي چې مشري یې اسدالله سروری ، سید محمد ګلابزوی ، اسلم وطنجار ، شیرجان مزدوریار ، صالح محمد زیری او دستګیر پنجشیري کوله د شوروي استخباراتو یانی کی جی بی ( KGB-ملي امنیت کمیټه ) غړي او د هغو تر مستقیمو لارښوونو او سپارښتنو لاندې عمل کاوه چې پدې توګه د پرچم ټول ګوند او د نورمحمد تره کی تر مشرۍ یو شمیر نور شوروي استخباراتو سره په پټه تړلي وو حال دا چې حفیظ الله امین او د خلق ګوند نور پاتې کدرونه او غړي ملي او وطنپالنې روحیې او افکارو په لرلو سره لدې پټو سازشونو ، رازونو او اړیکو څخه په بې خبرۍ کې پاتې وو . حفیظ الله امین چې د خلق دموکراتیک ګوند کې د یو وتلي ملی ، خپلواک سیاستوال او اثر ګذارو مشرانو په توګه پیژندل کیده چې په هیواد کې د خلق ګوند سیاسي واک ته رسیدل یې هم د نوموړي په مشرۍ ، د هغه د پوهې ، استعداد ، زړه ورتیا له مخې او د انقلاب سرته رسول هم د هغه نوم سره تړلی دی . حفیظ الله امین هڅه کوله چې د ملي یووالي او اقتصادي پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي. هغه باور درلود چې افغانستان باید د خپل ملي حاکمیت ساتنه وکړي او د بهرني نفوذ پر وړاندې خپلواک پاتې شي . د دې ترڅنګ حفیظ الله امین د لوی افغانستان غوښتونکی او جوړونکی و چې تل یې خپلو او ویناوو کې ویل :

له آمو تر اباسینه یو افغان ، له آمو تر اباسینه یوه وینه یوه خاوره .

دا هغه شعارونه وو چې حفیظ الله امین یې د پلي کولو دپاره هوسونه لرل او دې سترې داعیې رسیدلو ته یې ډیره پاملرنه او کار کاوه کوم چې د شوروی استعمار د ستراتیژیکو اهدافو سره په ټکر او شوروي اتحاد د امین خپلواک او دا ډول دریځ د خپلو ګټو پر وړاندې یو لوی خنډ ګڼلی و.

 

د شوروي اتحاد د یرغل موخې ډېرې ستراتېژیکې وې. دوی غوښتل افغانستان د خپلې ستراتېژۍ یوه برخه وګرځوي ترڅو د منځني ختیځ او سویلي آسیا په اړه خپله واکمني پراخه کړي. د افغانستان جغرافیایي موقعیت شوروي لپاره ډېر مهم و، ځکه چې د لوېدیځو هېوادونو د نفوذ د مخنیوي او د سیمې د کنټرول لپاره یې یو مرکزي رول لوبولی شو. د ولسمشر حفیظ الله امین خپلواک دریځ او د ملي ګټو لپاره د هغه ژمنتیا د شوروي لپاره یو ګواښ ګڼل کېده، ځکه هغوی پدې باندې دا څیړنه کړې وه چې د نوموړي په شتون کې د دوی پراختیا غوښتنې سیاست همدې محدودې پورې په ټپه ولاړ او نور به مخ ته نشي تللای نو ځکه یې پرېکړه وکړه دا چې په هره بیه ورته تمامیږي دوی باید دا ستر خنډ د لارې لیرې په مستقیمه توګه پر افغانستان وسلوال یرغل وکړي او ولسمشر امین له واکه لرې کړي.

 

د دسمبر په ۲۷مه د شوروي پوځیانو ځانګړو ځواکونو په کابل کې د دارالامان پر ماڼۍ یرغل وکړ. دا یرغل د پرچم ګوند پورې تړلي او خلقي جناح کې یو شمیر خرڅ شوو غړو په مرسته ترسره شو چې د شوروي اتحاد ملاتړ یې درلود. په دې برید کې ولسمشر امین په ډېر بې رحمۍ سره ووژل شو. د هغه وژنه نه یوازې د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه وه، بلکې د شوروي اتحاد لپاره د ملي خپلواکۍ د ساتنې په اړه د افغانانو د کلک دریځ د پیل نښه هم وه. د حفیظ الله امین وژنې او شهادت سره سم شوروي اتحاد د ببرک کارمل په مشرۍ د خلق ګوند د پرچم ډله واک ته ورسوله، چې د خلکو لپاره د یو بهرني پلان په توګه لیدل کېده.

 

د ولسمشر حفیظ الله امین ملي دریځ او خپلواکه تګلاره د تاریخ په هنداره کې د درناوي وړ دی هغه د یو متحد او پرمختللي افغانستان خوب درلود او هڅه یې وکړه چې د خلکو د ژوند کچه لوړه کړي. د هغه حکومت په لږه موده کې د نوي عدلي او قضایي ارګانونو بنسټ کیښود ، د قانونیت ، مصونیت او عدالت تر نامه تقنینی فرمان ، قانون کشف و تحقیق جرایم و نظارت څارنوالي بر قانونیت تطبیق آن تر نامه نوی قانون تصویب او انفاذ کړ تر څو د هیواد هیڅ یو وګړی د عدلې او قضایي تعقیب او څیړنو پرته نه مجازات شي نه ګرفتار او نه توقیف . همداراز د هغو افرادو جزایی دوسیو څیړلو دپاره ځانګړی کمیسیون وټاکل شو کوم چې ازادي یې سلب شوې په توقیف خانو او محبسونو کې په بې سرنوشتۍ کې پراته وو ، د دې تر څنګ هیواد کې د اساسي قانون جوړولو دپاره د حقوق پوهانو ، قانون دانانو او د تخصص لرونکو افرادو په ګډون او ترکیب د اساسي قانونو جوړولو د پاره ځانګړي کمیسیون ټاکل ، د تعلیمي، اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو د راوستو لپاره پلان جوړونې او داسې نورې خغه بیلګې دي چې د خپلې سل ورځنۍ واکمنۍ کې یې تر سره کړل .

اما د شورویانو او د شوروی سفارت لخوا د هیواد کورنیو چارو کې مستقیمې لاسوهنې د دې لامل شو چې ولسمشر امین کابل کې د شوروی سفیر الکساندر پوزانوف په ۴۸ ساعتونو کې له هیواده وشړي کوم چې ولسمشر حفیظ الله امین د شوروي اتحاد له زیاتېدونکي نفوذ او مداخلې پر وړاندې کلک مقاومت وکړ ځکه چې هغه باور درلود د افغانستان ملي ګټې باید د بهرني ځواکونو د مداخلې قرباني نشي. له همدې کبله د هغه وژنه او شهادت د هیواد ملي خپلواکۍ لپاره یوه ستره قرباني ده .

د شوروي یرغل اوږدمهاله پایلې د افغانستان لپاره ډېرې زیانمنې وې. دې یرغل د هېواد د ملي حاکمیت ښکاره نقض او افغانستان یې د څو لسیزو لپاره په جګړه کې ښکېل کړ. د دې جګړې په پایله کې میلیونونه افغانان شهیدان، ټپیان او بې ځایه شول. د هېواد اقتصادي او ټولنیزې چارې او زیرمی ټکنۍ او ویجاړۍ سره مخ شول د دې ترڅنګ افغانستان د نړیوالو جګړو په یوه مرکز بدل شو. د شوروي یرغل د نړیوالو اړیکو پر تګلاره هم ژور اغېز وکړ. دا پېښه د سړې جګړې شدت ته لمن ووهله، ځکه چې لوېدیځو هېوادونو د افغان مجاهدینو ملاتړ ته دوام ورکړ. په پایله کې د شوروي اتحاد کمزوری کېدل او زوال ته یې زمینه برابره شوه.

 

د ولسمشر حفیظ الله امین ژوند او میراث افغانانو ته دا درس ورکوي چې د ملي یووالي او خپلواکۍ لپاره قرباني اړینه ده. ولسمشر امین د هیواد ملي خپلواکۍ او ملي ګټو لپاره خپله وروستۍ قرباني ورکړه، چې د هیواد تاریخ په پاڼو کې د یوه خپلواک او ملي مشر په توګه ثبت دی . د شوروي یرغل او د امین شهادت افغانانو ته دا روښانه کړه چې خپلواکي یوازې د خلکو د یووالي او ملي شعور له لارې ساتل کېدای شي. دا پېښه په دې باندې ټینګار کوي چې د افغانستان راتلونکی په ملي یووالي، خپلواکۍ او بهرنیو لاسوهنو ته د نه ویلو په ژمنتیا پورې تړلی ده .

د شوروی یرغل پر وړاندې د ولسمشر حفیظ الله امین شهادت د دې ګواهي ورکوي چې د هیواد ملي خپلواکۍ ، ملی نوامیسو ، ملي ګټو او ارزښتنو څخه دفاع او ساتل د سر په بدله قرباني غواړي او اوراښاد شهید ولسمشر حفیظ الله امین دا قربانۍ ومنله او نن یې په نوم او یادولو فخر کوو .

د دې نومیالي او میړني اتل روح دې ښاد او ویاړونه دې تلپاتې وي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه